د وسیم اکرم له نطره هغه دري لوبډلې چي نړیوال جام اتلولي وکټي. | خبریال

د وسیم اکرم له نطره هغه دري لوبډلې چي نړیوال جام اتلولي وکټي.

کریکبال وېبپاڼه / د وسیم اکرم له نطره هغه دري لوبډلې چي نړیوال جام اتلولي وکټي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پياوړي چپ لاسي بالر وسيم اکرم ويلي چې د هند کرکټ ملي لوبډله تر نورو ټاپ ده ترڅو راتلونکې شل اوريز نړيوال جام کې اتلولي خپله کړي.
وسيم اکرم چې په کراچۍ ښار کې يې د ARY News په نوم د يو خصوصي تلويزيون سره خبري کولې له هند وروسته د انګلستان او نيوزېلنډ لوبډلي د ياد جام پورته کولو لپاره غوره يادي کړي.

وسيم اکرم وايي ” زما په اند په موجوده وخت کې هند کرکټ ملي لوبډله په لنډ فارمټ لوبو کې بيخي پياوړي ده او په دې برخه کې د دوى د لاس ته راوړنو ښکاري داسي چې راتلونكې شل نړيوال نړيوال جام ګټلو لپاره يوه ترټولو ښه جوړه لوبډله ده، انګلستان او نيوزلنډ دوه نوري هغه لوبډلي دي چې کولى شي ياد جام کې اتلولي خپله کړي.

وسيم اکرم په دې اړه دا چې پاکستان لوبډله څومره چانس لري ترڅو ياد نړيوال جام کې اتلولي خپله کړي وويل، پاکستان بايد لومړى د خپلې لوبډلې کمبينشن (ترکيب) جوړ کړي.
وسيم اکرم وايي ” د يو پاکستاني په توګه غواړم چې پاکستان لوبډله دې په دې غټ ايونټ کې اتلولي خپله کړي، خو لومړى دوى ته پکار ده چې د لوبډلې ترکيب جوړ کړي په ځانګړي ډول د بيټينګ برخې ترکيب”.

د يادوني وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا لخوا شل اوريز نړيوال جام سږ کال اکتوبر او نومبر مياشتو کې د هند په کوربتوب پلان شوى ترسره شي، خو په ياد هيواد کې د کوئيډ۱۹ د دريمي څپي له کبله ممکن متحده عربي اماراتو ته انتقال شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ