سږني اسیاکپ وځنډول شوو. | خبریال

سږني اسیاکپ وځنډول شوو.

کریکبال وېبپاڼه / سږني اسیاکپ وځنډول شوو.

د کرکټ اسيايي شورا نن په يوه اعلاميه کې چې نن ماسپښين نشر شوه ويلي چې له دقيقې ارزونې وروسته يې د سږکال آسیاکپ د ځنډيدو پریکړه کړې.

د کرکټ اسيايي شورا نن په يوه اعلاميه کې چې نن ماسپښين نشر شوه ويلي چې له دقيقې ارزونې وروسته يې د سږکال آسیاکپ د ځنډيدو پریکړه کړې.

“د کرونا ناروغۍ او سفري بنديزونو له امله مو تېر کال آسیاکپ سږکال ته وځنډوه خو سږکال هيڅ داسې وخت نه شته چې ټولې ګډون‌والې لوبډلې دې هغه مهال وزګارې وي، له همدې امله پرته د سياليو له ځنډولو بله لار نه وه پاتې”.

د آسياکپ د ځنډيدو او لوبډلو د بوختيا اعلان داسې مهال کيږي چې همدا روان کال کې به پاکستان د خپل سوپرليګ پاتې لوبې، هند د آی اپي ايل پاتې لوبې، سرلنکا د لنکاليګ دوهم پړاو او افغانستان د شپږيزه ليګ ترسره کړي.

په ۲۰۱۸ز کې په عربي متحده اماراتو کې اسیا جام ترسره شو؛ دا جام پنځوس اووریز وو او افغانستان پکې په لومړي پړاو کې له بنګله دېش او سریلانکا لوبې وګټلې.

لومړیو کې تمه وه چې اسیا جام پاکستان کې ترسره شي؛ خو د هند د مخالفت له امله په پاکستان کې دایر نشو.

بیا هند کې د ترسره کېدو هیله وه؛ خو هند کې د اسیا جام په ترسره کېدو پاکستان مخالفت څرګند کړ.

بالاخره سریلانکا انتخاب شوه، چې جون په میاشت کې به د اسیا جام کوربتوب وکړي؛ خو نږدې دوه میاشتې وړاندې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني وویل، چې سږ کال د پاکستان لوبغاړي سخت بوخت دي او نشي کولای چې اسیا جام کې ګډون وکړي.

د مارچ میاشت راهیسې د دې جام د نه ترسره کېدو لپاره چنې وهل کېدې او د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۸ مه نېټه خبر خپور شو، چې دا جام سږ کال نه ترسره کېږي او وجه یې د کورونا وایروس دی.

د سریلانکا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر اشلي ډیسیلوا ویلي « سږ کال د اسیا جام نشي ترسره کېدای، ځکه حالات داسې دي، چې د لوبو لپاره مناسب نه دي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې دا جام به د ۲۰۲۲ز په منځنیو میاشتو کې ترسره شي.

نوموړي دا دلیل ښودلی چې ۲۰۲۳ز کې نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره کېږي او دوی به هم اسیا جام پنځوس اوریز ترسره کړي.

اشلي ډیسیلوا ویلي چې ډېر ژربه د اسیا کرکټ شورا هم په رسمي ډول د اسیا جام لغوه کولو لپاره اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په څو اوونیو کې په جنوبي اسیا کې د کورونا وایروس څپه پراخه شوې او د هېوادونو ترمنځ د ملکي الوتکو الوتنې ځنډول شوي دي.

د کورونا وبا له امله د پاکستان سوداګریزې سیالۍ په نیمایي کې وځنډول شوې او هم د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې سپټمبر میاشت ته وروسته شوې.

سریلانکا هم د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۹ مه د هېوادونو ترمنځ د لس ورځو لپاره الوتنې وځنډولې.

اوس د سریلانکا ملي لوبډله په بنګله دېش کې ده او درې یو ورځنې لوبې به ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ