محمد عامر په (IPL) کې د لوبېدو هیله څرګنده کړې. | خبریال

محمد عامر په (IPL) کې د لوبېدو هیله څرګنده کړې.

کریکبال وېبپاڼه / پاکستاني چټک توپ اچونکې محمد عامر په (IPL) کې د لوبېدو هیله څرګنده کړې

د پاکستان د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکې محمد عامر د هند په تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې د لوبېدو هیله څرګنده کړې.

محمد عامر د پاکستان یو تلویزوني چینل سماء نیوز سره په ځانګړې مرکې ویلي دي که د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ښې شي نو پاکستاني لوبغاړي به هم په ای پي ایل کې ولوبېږي.

نوموړی وایي چې د یو پاکستاني لوبغاړي په توګه غواړي چې د هند کرکټ لوبغاړي هم د پاکستاني د تجارتي لیګ “پي ایس ایل” برخه وګرځي او زموږ لوبغاړي په ای پي ایل کې برخه واخلي.

محمد عامر چې له دې وړاندې یې له نړیوالو لوبو سره مخه ښه کړې، اوسمهال په انګلستان کې د ژوند شپې او او ورځې سبا کوې او د یاد هیواد څخه هلته د استوګنې غوښتنه هم کړې.

ویل کېږي چې د محمد عامر له غوښتنې وروسته آوازې دي چې نوموړی به په ای پي ایل ولوبېږي. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې اظهر محمود هم د انګلستان د پاسپورت په اخیستلو سره په د هند په تجارتي لیګ کې لوبېدلی و.

د یادولو وړ ده چي د IPL په لومړني پړاو سیالي کې یو شمیر پاکستاني لوبغاړي لوبیدلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ