د ٢٠٢١ کال نړیوال شل اوریز جام. | خبریال

د ٢٠٢١ کال نړیوال شل اوریز جام.

کریکبال وېبپاڼه / ۲۰۱۶ کې شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې د کارلوس برېتوېټ د څلورو پرله پسې شپږیزو په مرسته ماته ورکړه.

اوس تازه د کرکټ نړیوالي شورا د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام ته د ګروپونو لوبډلې اعلان کړي.

د ٢٠٢١ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره د ګروپونو لوبډلې د مۍ په ۲۴مه نېټه د ای سي سي له لوري اعلان شوي، چې په لومړي راونډ کې د اته لوبډلې هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

چې په A ګروپ کې سریلانکا، ایرلینډ، پي این جي، عمان او په B ګروپ کې بنګله دیش، سکاټلینډ، نیدرلینډ او نمبیا شتون لري.

د نړوال جام د دوهم پړاو لوبډلې هم په دوه ګروپونو ویشل شوي دي، چې په A ګروپ کې پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، نیوزیلینډ او په B ګروپ کې بیا هندوستان، افغانستان، انګلستان او افریقا شامل دي.

د لومړي رونډ څخه به اته لوبډلې دوهم رونډ ته لار پیدا کوي، چې دوه به له یوه ګروپ سره او دوه به له بل ګروپ سره یو ځای کېږي، چې ټولې به په کې ۱۲ لوبډلې شي. ددغه نړیوال جام لومړۍ لوبه د پاکستان او اسټرالیا تر منځ ترسره کېږي.
یاده دې وي چې دغه نړیوال جام په اکتوبر او نومبر میاشتو کې چې شاوخوا څلور میاشتې ورته پاتې دي په هندوستان هېواد کې تر سره شي.

همدا راز د کرکټ نړيواله شورا به د ۲۰۲۱م کال شل اوریز جام په اړه چې د هند په کوربه‌توب کيدونکی دی د را روانې جون مياشتې په لومړۍ وروستۍ پريکړه کوي.

په هند کې د کرونا د شدت له امله چې د آی پي ايل سيالۍ يې هم وځنډولې د شل اوریز جام کيدل تر ډيره ممکن نه ښکاري نو ځکه د کرکټ نړيواله شورا غواړي چې د سياليو له پيل وړاندې يې ځای مشخص کړي، تر څو په لوژستيکي لحاظ خپل چمتووالی ونيسي.

باید یاده شي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال کومي رسمي لوبي لري خو په راتلونکي کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره لوبي ولري.

د یادولو وړ ده چي اوسمهال ځیني افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې د کډون په موخه اماراتو ته تللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ