بل افغان لوبغاړي هم د پاکستان سوپر لیګ کې واخیستل شو. | خبریال

بل افغان لوبغاړي هم د پاکستان سوپر لیګ کې واخیستل شو.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL سیالي چي شپږم پړاو لوبي یي د پاکستان په کوربه توب رواني وي.خو یادي لوبي د کرونا ویروس له امله وځنډول شو.اوس تازه یاد لیګ په اماراتو کې شروع کیدونکي دي.چي د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ حضرت الله ځاځي هم د پیشاور زلمی لوبډلي لخوا واخیستل شوو.

د افغانستانا کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی چټک توپ وهونکی حضرت الله ځاځی د پاکستان سوپر لیګ پاتې شل سیالیو دپاره د پښاور زلمي لوبډلې لخوا واخیستل شو.

پاکستان سوپر لیګ چې د روان کال په پیل کې پیل شوی خو د ۱۴ سیالۍ ترسره کولو وروسته د کرونا وایروس له امله تر نامالومې نېټې وځنډېدۀ.

د پاکستان کرکټ بورډ خبر له مخې چې د دغه لیګ پاتې سیالۍ به د پاکستان پرځای متحده عربي اماراتو کې د جون په دوهمه نېټه ترسره شي.

د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو لپاره د ډرافټ مراسمو کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول خو د یاد لیګ تر ځنډېدو وروسته محمدنبي، قیس احمد او مجیب الرحمان هغه لوبغاړي دي چې د یاد لیګ پاتې سیالیو څخه بهر شول.

خو پرځای به یې نور افغان لوبغاړي، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، ظاهرخان او حضرت الله ځاځی د بېلا بېلو لوبډلو په ګټه ولوبیږي.

همدارنګه د پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه.

ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر شلمې نېټې پورې په ابوظبۍ کې ترسره شي، چې په دې لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کراچي او لاهور ښارونو کې سره راټول، بیا به د کورونا واکسین ورکړل شي او تر څو ورځې وقفې وروسته به د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي.

د یادولو وړ ده چي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کې د نه لوبیدو پریکړه کړي وه.خو تازه يي یوځل بیا په یاد لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځاي شوي او اوسمهال په متحده اماراتو کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځاي شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ