بنګله دیش د سریلانکا سره خپله دوهمه یوه ورځیني لوبه نن ترسر کوي. | خبریال

بنګله دیش د سریلانکا سره خپله دوهمه یوه ورځیني لوبه نن ترسر کوي.

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یوه ورځیني یا پنځوس اوریزه لوبه نن ترسره کیږي.یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د غرمي مهال ١١:٣٠ بجي ترسره کیدونکي ده. د یادولو وړ ده چي د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړني لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړي وه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړني یوه ورځیني یا پنځوس اوریزه لوبه چي تیره ورځ ترسره شوه.

یاده لوبه د شیري بنکاله کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.او د توپ اچوني بلنه يي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې يي د شپږو لوبغاړو په زیان يي ٢٥٧ منډې يي ترسره کړي او د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي د ٢٥٨ منډو هدف ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې مشفق الرحیم په ٨٧ توپونو باندي يي ٨٤ منډې ،محمد الله په ٧٦ توپونو باندي ٥٤ منډې ،او تمیم اقبال بیا په ٧٠ توپونو باندي ٥٢ منډې يي جوړي کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ډیسلوا ښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په لسو اورونو کې د ٤٥ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټي يي ترلاسه کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يي په ٤٨.١ اورونو کې ٢٢٤ منډې جوړي کړي او لوبه تري د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په ٣٣ منډو وکټله او په لومړي یوه ورځني لوبه کې يي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته ماتي ورکړه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې ډیونیو په ٦٠ توپونو باندي يي ٧٤ منډې يي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي مشفق الرحیم ونومول شوو.نوموړي په ٨٧ توپونو باندي يي ٨٤ منډې جوړي کړي وي.

د یادولو وړ ده چي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته سفر کړي دي چي په یاد سفر کې نن لومړني پنځوس اوریزه یا یوه ورځیني لوبه ترسره کړه.چي په یاده پنځوس اوریزه لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

د یادي لوبلړي د دريو لوبو څخه يي دوهمه پنځوس اوریزه یا یوه ورځیني لوبه نن سي شنبي په ورځ ترسره کیږي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ