شاهد افریدي د PSL پاتي لوبو څخه بهر شوو. | خبریال

شاهد افریدي د PSL پاتي لوبو څخه بهر شوو.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني الرونډر لوبغاړي او پخواني کفتان شاهد افریدي او د ملتان سلطانز لوبډلې لوبیدونکې لوبغاړي د ملا د دردونو له امله د PSL د پاتي لوبو څخه بهر شوو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او په PSL لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېدونکی لوبغاړی شاهد اپریدی د ملا د دردونو له امله د پاتې سیالیو څخه بهر شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د شاهد اپریدي په ملا کې درد دی او ډاکټرانو ورته د ارام مشوره ورکړې ده، چې له دې امله به هغه د PSL لیګ شپږم پړاو په پاتې سیالیو کې د ملتان سلطانز لپاره ونه لوبېږي.

همدارنګه شاهد افریدي وايي، له بده بخته ډاکټرانو راته د ارام کولو مشوره راکړې ده، نو ځکه به په ابوظهبي کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره یو ځای نه شم.

د PSL لیګ د شپږم پړاو پاتې لوبې د جون په پنځمه نېټه په ابوظهبي کې پیلېږي، چې ځینې مشهور لوبغاړي پکې برخه نه اخلي او له دې امله د هغوی پر ځای ټولو لوبډلو نور لوبغاړي اخیستي دي.

د ملتان سلطانز لوبډلې د پاتې سیالیو لپاره د افغانستان چټک پیلیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز هم اخیستل شوی دی، چې نوموړی
نن اماراتو ته تللی دی، همدا راز نجیب الله ځدراڼ بیا کراچۍ کنګز سره لوبېږي او هغه هم نن اماراتو ته تللی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ