نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز متحده عربي اماراتو ته ولاړه. | خبریال

نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL لیګ شپږم پړاو چي د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وه. اوس تازه د یاد لیګ پاتي لوبي په اماراتو کې پیلیدونکي کې دي.چي د اوو افغان لوبغاړي هم پکې لوبیږي چي تازه نجیب الله ځدران او رحمن الله ګربز هم په یاد لیګ کې د ګډون په موخه اماراتو ته تللي دي.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوو تکړه او نامتو لوبغاړو نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز د پاکستان سوپرلیګ په پاتې سیالیو کې د ګډون په موخه پرون دوشنبه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

د ملې لوبډلې یادو نامتو لوبغاړو پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې او انسټاګرام انځورونه خپاره کړي، چې د سفر په حال کې دي.

رحمن‌الله ګربز پر خپل انسټاګرام لیکلي، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي او له ټولو هیوادوالو یې د ښه لوبېدو په موخه دُعا غوښتې.

په PSL لیګ کې افغان لوبغاړي.

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو وړمه ورځ راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کویټه ګلډیټرز لوبډله کې ظاهرخان پکتین شتون لري.

کراچي کینګز لوبډله کې نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال لوبیږي.

پېښور زلمي لوبډله کې وقار سلام‌خېل او حضرت الله ځاځي شتون لري.

ملتان سلطانز لوبډله کې رحمن‌الله ګربز لوبیږي.

لاهور قلندرز لوبډلي سره بیاہ راشدخان لوبیږي. راشد خان مخکي د نه لوبیدو پریکړه کړي وه.خو اوس یوځل بیا د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو لپاره لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځاي شوي دي.

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګPSL شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ