اتم پړاو شپږیزه لیګ لپاره د لوبغاړو نوملیکنه پیل کړه | خبریال

اتم پړاو شپږیزه لیګ لپاره د لوبغاړو نوملیکنه پیل کړه

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کورني کرکټ ستر لیګونو څخه یو هم شپږیزه کرکټ لیګ دي.شپږیزه کرکټ لیګ چي د هیواد دننه ترسره کیږي زیات شمیر مینوال لري.سږ کال به د یاد لیګ اتم پړاو ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د شپږیزه کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالیو د ډرافټ لپاره د لوبغاړو نوملیکنه پیل کړې ده او یوه فورمه يې هم په خپله وېبپاڼه کې خپره کړې ده.

همدا راز د فورمې تر څنګ کرکټ بورډ هغه شرایط هم وړاندې کړې دي، چې یو لوبغاړی په کومو شرایطو کولای شي په شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه واخلي.

کرکټ بورډ لیکلي دي: هغه لوبغاړي چې د ګډون په لاندې شرایطو برابر وي، غوښتنه کېږي چې دا فورم ډک کړي او تذکرې يا پاسپورټ کاپي او د پاسپورټ په اندازه عکس سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته واستوي او یا یې سکن کاپي د برېښنالیک له لارې راواستوي. په شرایطو د برابروالي معیارونه چې لوبغاړی باید له لاندې معیارونو یو ولري.

په شرایطو کې همدا راز لیکل شوي دي: باید په تېرو درې کلونو کې يې ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي، باید په تېرو دوو کلونو کې يې په الف ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي، باید په تېرو دوه کلونو کې يې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي یا یې په تېرو دوو کلونو کې د ایمرجینګ لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.

د کورني کرکټ لوبغاړي باید په ټوله کې پنځه لیسټ اې لوبې ترسره کړې وي، هغه لوبغاړی چې په تېرو دوو کلونو کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکی وي، د ایمرجینګ لوبغاړي عمر باید له ۲۳ کلونو څخه ډېر نه وي.

همدا راز په پای کې د فورمه لېږلو یا سپارلو نېټه هم لېکل شوې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه او مازیګر ۳:۵۹ بجې د فورمې لېږلو وروستۍ نېټه ده.

په فورمه کې بیا د لوبغاړو لپاره پنځه کټګورۍ جوړې شوې دي، چې ایکن لوبغاړی ۵۵۰ زره، ډایمنډ لوبغاړی ۳۶۰ زره، پلاټینیم لوبغاړی ۲۰۰ زره، ګولډن لوبغاړی ۱۲۰ زره او سلور لوبغاړی ۷۵ زره افغانۍ بیه لري.

د یادولو وړ ده چې د شپږیزې د ډرافټ د مراسمو او یا هم د شپږیزې د پيلېدو نېټه تراوسه نه ده معلومه، بلخوا له تېر یو کال راهیسې کرکټ بورډ بیا بیا د افغانستان غوره لیګ د ترسره کولو دعوې کولې، خو تراوسه پورې دغه لیګ له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ