هند له ویسټ انډیز غوښتي چي خپل لیګ رالنډ کړي. | خبریال

هند له ویسټ انډیز غوښتي چي خپل لیګ رالنډ کړي.

کریکبال وېبپاڼه / وروسته له دې چې په غير رسمي ډول انګلینډ له هند سره د ټيسټ لوبو په مهال ويش کې د تغير راوستو غوښتنه ونه منله، د هند کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ايل د پاتې لوبو کولو لپاره مټې را بډ وهلې.

د هند کرکټ بورډ يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې دوی غواړي د سپټمبر له ۱۸ يا ۱۹ څخه بيا د اکتوبر تر ۹ يا لسمې نيټې پورې د آی پي ايل پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې وکړي.

سرچينې ويلي چې د آی پي ايل د بشپړولو لپاره دوی اړ دي له سويلي افريقا سره په سپټمبر کې د شل اوريزه لوبو سيريز لغوه کړي او دغه راز له نيوزيلينډ سره د ټيسټ لوبو سيريز وځنډوي.

همدا راز ويل کيږي چې هندي کرکټ بورډ د ويسټ انډيز له کرکټ بورډ سره په دې هم خبرې کوي چې د کرابين ليګ موده را لنډه کړي تر څو يې لوبغاړي وکولی شي، آی پي ايل کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته په وخت ورسيږي.

د نوي جوړ شوي پلان له مخې به هندي او انګلينډي لوبغاړي چارټر شوې الوتکه کې د دواړو هيوادونو د لوبو له پای ته رسیدو سره سم ( په ۱۴ د سپټمبر خلاصيږي ) عربي اماراتو ته لاړ شی او د کرابين ليګ ګډونوال لوبغاړي به هم ځانګړې الوتکه کې سفر ولري او دواړه ډلې لوبغاړي به يوازې درې ورځې د قرنطين موده تېروي.

ويل کيږي چې د وخت د کموالي له امله د آی پي ايل د لوبو مهال ويش داسې ترتيب شوی چې لس ورځې به دوه – دوه لوبې ترسره کيږي، له بلې خوا د آی پي ايل د يوې لوبډلې سرچينو رسنيو ته ويلي چې دوی ته ويل شوي تر څو د لوبو بيا پيل ته اماده اوسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ