په یاد لیست کې راشد خان هم شتون لري. | خبریال

په یاد لیست کې راشد خان هم شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / راشد خان هم د لوبغاړو په لیست کې شتون لري کوم چي په شل اوریزو کمو لوبو کې يي پنځوس ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

راشدخان چې اوس یې د ژوند دوه ویشتم پسرلی دی، د افریقا د ۴۲ کلن بالر عمران طاهر سره اوږه په اوږه روان دی.

بل پلو د سریلانکا بالر اجېنتا مېنډس یواځینی هغه توپ اچوونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ترټولو ژر د وېکټو اخیستلو پنځوسیزه وهلې ده.

اجینتا مېنډس د سریلانکا یو له غوره سپېن بالرانو څخه دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې غوره توپ اچونه کړې ده.
دی په ۲۰۰۸ز کې د ۲۳ کلنۍ په عمر کرکټ ته راغلی دی؛ نوموړی یواځینی اف برېک توپ اچوونکی دی، چې په ۲۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۰ وېکټې اخیستي دي.
هغه په ۲۰۱۴ز کې د انګلستان پر وړاندې خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۲۰۱۹ کې یې له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه.

دوهم

راشدخان چې په ۱۹۹۸ز کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، اوس په نړۍ کې خورا مشهور شو.

دی په ۲۰۱۵ز کې ملي لوبډلې ته راغلی دی او اوس ۲۲ کاله عمر لري.

راشدخان په نړۍ کې دویم لوبغاړی دی، چې په ۳۱ لوبو کې یې د وېکټو اخیستلو پنځوسیزه پوره کړې ده.

دریم
عمران طاهر چې په پاکستان کې زېږېدلی او د افریقا لپاره یې لوبې کړي دي، بریالی شوی، چې په ۳۱ لوبو کې ۵۰ وېکټې ترلاسه کړي.

نوموړي په ۱۹۷۹ز کې د مارچ په ۲۷ مه د پاکستان په لاهورکې زېږېدلی دی او اوس ۴۱ کاله عمر لري.

څلورم
مصطفض الرحمن ده په ۲۰۱۵ز کې خپلې نړیوالې لوبې د بنګله دېش لپاره پیل کړي دي، هغه په ۳۳ لوبو کې خپلې ۵۰ وېکټې پوره کړې.

نوموړي په سلو اف کټر توپونو کې ډېر مهارت لري.

پنځم
یوزوېندرا چاهال د هندوستان لېګ برېک بالر دی، ده په ۲۰۱۶ز کې د هند لپاره د زِمبابوې پر وړاندې د لوبو پیل وکړ.

نوموړي په ۳۴ لوبو کې د وېکټو اخیستلو پنځوسیزه بشپړه کړه.

دا هغه پنځه لوبغاړي دي کوم چي په کمو لوبو کې يي پنځوس ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ