د افغانستان لپاره د یوورځینو لوبو غوره توپ وهونکي | خبریال

د افغانستان لپاره د یوورځینو لوبو غوره توپ وهونکي

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان لپاره د یوورځینو لوبو غوره توپ وهونکي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یوورځینو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډیري منډې ترلاسه کړي وي.

لومړي : محمد نبي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد نبي د افغانستان لپاره يي ټولي يي ۱۲۷ نړيوالې يو ورځني لوبې ترسره کړې دي. محمد نبي د یادو لوبو په ۱۱۴ اننکزونو کې د ۲۷،۶۱ منډو په اوسط سره ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې دي، همدارنګه محمد نبي په دغه لوبو کې هغه يوه سليزه او ۱۵ نيمه سليزې هم ترلاسه کړي دي. او په يوه لوبه کې یې  ترټولو ډېرې منډې ۱۱۶ دي. محمد نبي په يادو سياليو کې ۸۹ شپږيزې او ۱۷۷ څلورېزې هم ترلاسه کړي دي.

دوهم: محمد شهزاد محمدي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۸۴ یورځینو یا پنځوس اوریزو لوبوکې کې ۲۷۲۷ منډې کړې دي. په دغه سياليو کې د نوموړي اوسط ۳۳،۶۶ دی, شهزاد محمدي په يادو لوبو کې ۶ سليزې او ۱۴ نيمه سليزې جوړې کړي دي او د يوې لوبې ډېرې منډې يې *۱۳۱ دي. شهزاد په تر سره کړيو یادو لوبو کې ۳۲۳ څلورېزې او ۵۵ شپږېزې هم ترلاسه کړي دي.

دریم: رحمت شاه چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي ۷۶ نړیوالو یوورځنیو سیالیو او ۷۲ پاڼيو کې لوبېدلی دی چې پکې یې د ۳۵،۷۵ بيټينګ اوسط سره ۲۴۶۷ منډې جوړې کړې دي. نوموړي په يادو سياليو کې ۵ سليزې او ۱۶ نيمه سليزې وهلې دي، په يوه لوبه کې د هغه ډېرې منډې ۱۱۴ دي. رحمت شاه په دغه سياليو کې ۲۸ شپږيزې او ۲۱۵ څلورېزې هم ترلاسه کړي دي.

څلورم: اصغر افغان چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي ١١٤ یوورځیني لوبي ترسره کړي او په یادو ١١٤ یورځینو لوبو کې يي ٢٤٢٤ منډې يي جوړي کړي دي.چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ١٠١ دي.همدارنګه اصغر افغان په یادو لوبو کې یوه سلیزه او دولس نیمه سلیزي يي هم جوړي کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ١٦٣ څلوریزي او ٦٥ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

دا هغه څلور افغان لوبغاړي دي کوم چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یورځینو لوبو کې تر نورو لوبغاړو يي ډیري منډې جوړي کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ