د آی پي ایل لیګ په اړه راتلونکي شنبي ورځ پریکړه کیږي. | خبریال

د آی پي ایل لیګ په اړه راتلونکي شنبي ورځ پریکړه کیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ لوبي د هندوستان هیواد په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کرونا ویروس اخته شول او یاد لیګ پاتي ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول شوي.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هندوستان کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو د هندوستان غوره لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول ستونزو پرته به د یادو ټولو لوبو کوربتوب وکړي.

د یو شمیر راپورونو په اساس د هندوستان کرکټ بورډ به د راتلونکې شنبې په ورځ خپلو کې ناسته کوي، تر څو د آی پي ایل پاتي لوبو د ترسره کولو لپاره د رسمي کوربتوب او نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

خو د Sport today د راپور له مخي، د هندوستان په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلې، چې ددې سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته د سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پوري ورکړل شوی، چې په دې تړاو رسمې پرېکړه هم د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

خو تر دې مخکې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و، چې ممکن ددې لیګ سیالۍ د سیپټمبر میاشتې له ۱۵مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

د آی پي ایل د لوبډلو جدول

لومړي: ډهلي کپیټلز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ۸ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٨ لوبو څخه ۶ لوبي یې ګټلې،د ۱۲ نمرو په درلودلو سره لومړي مقام لري.

دوهم: چینای سوپر کینګز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧ لوبو څخه ٥ لوبي یې ګټلې،د ١٠ نمرو په درلودلو سره دوهم مقام لري.

دریم: رویال چلنجر بنګلور چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧ لوبو څخه ٥ لوبي یې ګټلې،د ١٠ نمرو په درلودلو سره دریم مقام لري.

څلورم: ممبيی انډیز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧ لوبو څخه ٤ لوبي یې ګټلې،د ٨ نمرو په درلودلو سره څلورم مقام لري.

پنځم: راجستان رایلز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧ لوبو څخه ٣ لوبي یې ګټلې،د ٦نمرو په درلودلو سره پنځم مقام لري.

شپږم: پنجاب کینګز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٨ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٨لوبو څخه ٣ لوبي یې ګټلې،د ٦نمرو په درلودلو سره شپږم مقام لري.

اووم: کلکته نایټ رایډرز چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧لوبو څخه ٢لوبي یې ګټلې،د ٤نمرو په درلودلو سره اووم مقام لري.

اتم: سنرایزر حیدراباد چي په آی پي ایل لیګ کې يي ٧ لوبي ترسره کړي.او د یادو ٧لوبو څخه ١لوبي یې ګټلې،د ٢نمرو په درلودلو سره په اتم یعني په وروستي مقام کې شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ