عمر اکمل نړیوال کرکټ ته راستنیږي | خبریال

عمر اکمل نړیوال کرکټ ته راستنیږي

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ ساتونکي او تکړه لوبغاړي عمر اکمل کرکټ بورډ ته ټاکل شوې جریمه سپارلې او لګول شوی بندیز پرې بشپړ شوی دی چې کولی شي نور کرکټ ته راستون شي .

عمر اکمل نږدې ۴.۵پاکستانۍ کلدارې روپۍ جریمه د پاکستان کرکټ بورډ ته نن وسپارله چې له امله یې په هغه لګول شوی لوبیز بندیز پای ته ورسید.

نوموړي له دې وړاندې څوځل د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي ول چې دا پیسې به په څو بیلابیلو وختونو کې ورکړي، خو د کرکټ بورډ له لوري یاده غوښتنه بار بار رد شوې وه او د ټولو پیسو غوښتنه یې ترې کړې وه.

عمر اکمل هم یادې پیسې چې ویل کیږي د خپل ورو کامران اکمل په مرسته یې تر نن ورځې پورې چمتو کړې وې نن یې د پاکستان کرکټ بورډ وسپارلې.

اکمل به له دې جریمې د تحویلولو وروسته بیرته کرکټ ته راستون شي، خو داچې د پاکستان کرکټ بورډ په سوير لیګ سیالیو بوخت دی نو د عمر اکمل راتګ به یوڅه وخت ونیسي چې لوبو ته راستون شي.

عمر اکمل په وروستي ځل د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې کرکټ کړی و له هاغې راوروسته نوموړي د دپاکستان لپاره نه کورنی او نه هم نړیوال کرکټ کړی دی.

نوموړي په خپل وخت کې د پاکستان لپاره تر ټولو ښه کرکټ ترسره کړی دی او پاکستان ته یې د لوبو په ګټلو کې خورا ښه رول لوبولی دی.

عمر اکمل تراوسه د پاکستان لپاره ۱۶ نړیوالې ټېسټ لوبې ۱۲۱ یو ورځنۍ لوبې او ۸۴ شل اوریزې لوبې کړي دي.

عمر اکمل په ټیسټ لوبو کې ۱۰۰۳ منډې په یو ورځنیو لوبو کې ۳۱۹۴ او په شل اوریزو لوبو کې ۱۶۹۰ منډې کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ