د پاکستان سوپر لیګ او پکي لوبیدونکي افغان لوبغاړي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ او پکي لوبیدونکي افغان لوبغاړي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL لیګ چي د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وه اوس یو ځل بیا په متحده اماراتو کې شورو کیدونکي دي.

د پاکستان سوپرلیګ یا PSL شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاسي توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی هم واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي.

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرت‌الله ځاځی، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کویټه ګلډیټرز لوبډله سره ظاهرخان پکتین لوبیږي.

لاهور قلندرز لوبډله سره راشدخان ارمان لوبیږي.

ملتان سلطانز لوبډله سره رحمن‌الله ګربز لوبیږي.

پېښور زلمي لوبډله سره وقار سلام‌خېل او حضرت‌الله ځاځی لوبیږي.

کراچي کینګز لوبډله کې نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال لوبیږي.

همدارنګه ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ یا PSL شپږم پړاو چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، چي د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ