بنګله دیش نن د سریلانکا سره وروستي یوه ورځیني لوبه ترسره کوي. | خبریال

بنګله دیش نن د سریلانکا سره وروستي یوه ورځیني لوبه ترسره کوي.

کریکبال وېبپاڼه / د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې چي بنګله دیش ته يي سفر کړي دي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړني دوه ورځیني یا پنځوس اوریزه لوبي ترسره شوي دي.

چي یادي دواړه لوبي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي او لوبلړي يي په خپل نوم کړي ده.

نن د یادي لوبلړي دریمه او وروستي لوبه غرمه مهال ترسره کیږي.

لومړني یوه ورځني لوبه.

د لوبي ټاس یا بچه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.او د توپ اچوني بلنه يي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې يي د شپږو لوبغاړو په زیان يي ٢٥٧ منډې يي ترسره کړي او د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي د ٢٥٨ منډو هدف ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې مشفق الرحیم په ٨٧ توپونو باندي يي ٨٤ منډې ،محمد الله په ٧٦ توپونو باندي ٥٤ منډې ،او تمیم اقبال بیا په ٧٠ توپونو باندي ٥٢ منډې يي جوړي کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ډیسلوا ښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په لسو اورونو کې د ٤٥ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټي يي ترلاسه کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يي په ٤٨.١ اورونو کې ٢٢٤ منډې جوړي کړي او لوبه تري د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په ٣٣ منډو وکټله او په لومړي یوه ورځني لوبه کې يي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته ماتي ورکړه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې ډیونیو په ٦٠ توپونو باندي يي ٧٤ منډې يي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي مشفق الرحیم ونومول شوو.نوموړي په ٨٧ توپونو باندي يي ٨٤ منډې جوړي کړي وي.

همدا رنګه د یادی لوبلړي دریمه لوبه نن جمعي ورځ ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته سفر کړي دي چي په یاد سفر کې دوه لومړني پنځوس اوریزه یا یوه ورځیني لوبه ترسره کړه.چي په یادي دواړه پنځوس اوریزه لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

د یادي لوبلړي د دريو لوبو څخه يي دریمه پنځوس اوریزه یا ورستي یوه ورځیني لوبه نن ورځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ