محمد نوید: هغه ورځ چي ټولو افغانانو زما د ځلیدولو لپاره دعا کوله. | خبریال

محمد نوید: هغه ورځ چي ټولو افغانانو زما د ځلیدولو لپاره دعا کوله.

کریکبال وېبپاڼه / د متحده عربي اماراتو چټک بالر او توپ وهونکي محمد نوید په خپلې رسمي فسبوک پاڼې د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې ۲۲مې نېټې یادونه کړې ده او لیکلی یې دي چې په دغې ورځ ورته ټول افغانستان دوعاوې کولې.

د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره د لار موندنې په سیالو کې د زمبابوې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې پر ۲۲مه نېټه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکي په زړه پورې لوبه کې محمد نوید کمال کړی و.

د عربي اماراتو او زمبابوې ترمنځ تر ټولو مهمه سیالي د افغانستان لپاره وروستی چانس و چې نړیوال جام ته لار پیداکړي که چیرې یاده لوبه زمبابوې لوبډلې ګټلې وی نو افغانستان به د نړیوال جام سیالیو برخه نه وی.

په دې مهمه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ټولو مینه والو په یوه غږ د عربي اماراتو ملاتړ کاوه ترڅو د دوی په ګټلو سره افغانستان ته نړیوال جام ته د وتلو چانس برابر شي.

د دې لوبې د خاطرې په تړاو محمد نوید پر خپله فسبوک پاڼه یو انځور خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي.
دا هغه ورځ وه، چې د افغانستان د کرکټ ټولو مینه والو په لوبه کې زما د ځلیدا لپاره دعاوې کولې.

په یاده لوبه کې محمد نوید د متحده اماراتو لپاره د ٢٣٠ منډو دفاع وکړه نوموړي په خپله توپ وهنه کې په ۱۰ توپونو ۲۲ چټکې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې په وروستي اور کې د اته منډو دفاع وکړه.

د ۲۳۰ منډو د هدف په ځواب کې د زمبابوې لوبډلې په هرارې کرکټ لوبغالي کې ۲۲۶ منډې وکړې په وروستي توپ یوازې څلور منډې پاتې وې چې محمد نوید بچ کړې او د زمبابوې لوبډله یې له نړیوال جام بهر کړه.

د محمد نوید لپاره په وروستي اور کې د افغانستان د کرکټ مینه والو خورا ډیرې دوعاګانې کړې وې چې له امله یې هغه ښه توپ اچونه وکړه او په هغه شپه یې د افغانانو زړونه وګټل.

له دغې لوبې وروسته افغانستان له ایرلینډ سره برخلیک ټاکوونکي لوبه وکړه او په ګټلو سره یې نه یوازې چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته لار پیداکړه، بلکې د لارموندنې سیالیو پای لوبې ته یې هم لار پیداکړه چې بیایې ویسټ انډیز لوبډله هم ماته کړه او ددغو لوبو اتلولي یې وګټله.

محمد نوید په اصلأ کې د پاکستان هیواد سره تعلق لري خو د متحده عربي اماراتو لپاره کرکټ کوي نوموړي د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره د لار موندنې په یوې سیالۍ کې میچ فیکسینګ هم کړی و چې له امله یې اوس هغه له اته کلن بندیز سره مخ شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ