بنګله دیش د اسټرالیا سره پنځه شل اوریزي لوبي ترسره کوي. | خبریال بنګله دیش

بنګله دیش د اسټرالیا سره پنځه شل اوریزي لوبي ترسره کوي.

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ بورډ عملیاتي مشر اکرم خان خبريالانو ته ويلي، چې استراليا کرکټ بورډ به له بنګله دېش سره د دريو پر ځای پنځه شل اوريزه سيالۍ ترسره کړي.

وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځ درې شل اوريزه سيالۍ پلان شوې وې.
اکرم خان ويلي، چې نړيوال جام ته د غوره چمتو والي په موخه غواړي له بېلا بېلو لوبډلو سره لا ډېرې سيالۍ ترسره او لوبډله پوره چمتو کړي.

د استراليا او بنګله دېش يادې سيالۍ به د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شي.

ټاکل شوې، چې بنکله دېش لوبډله به له يادو سياليو وړاندې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب هم د دريو يو ورځنيو او دريو شل اوريزه سياليو لپاره وکړي.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله اوسمهال له سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره د يو ورځنيو سياليو د لوبلړۍ کوربه توب هم کوي، چې دوه لومړۍ سيالۍ يې په ښه توپير ګټلي او ټاکل شوې، چې دريمه سيالۍ يې د روانې مئ مياشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله په شل اوريزه سياليو کې له افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه دوه مقامه وروسته ده، چې د ډېرو سياليو په ترسره کولو او پرلپسې برياوو سره افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څه وړاندې کېدای شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ