سریلانکا په غوره توپ اچوني سره بنګله دیش ته ماتي ورکړه. | خبریال

سریلانکا په غوره توپ اچوني سره بنګله دیش ته ماتي ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د بنګله دیش په کوربه توب دري یورځیني لوبو څخه يي دریمه لوبه يي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي وکټله.

دلوبي ټاس یا بچه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د شپږو لوبغاړو په زیان يي ٢٨٦ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي د ٢٨٧ منډو هدف ورکړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشر کیسول پریرا په ١٢٢ توپونو باندي يي ١٢٠ منډې يي جوړي کړي او ډی سلوا بیا په ٧٠ توپونو باندي يي ٥٥ منډې ترلاسه کړي

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تسکین احمد ښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په نهو اورونو کې د ٤٦ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټي يي ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يي یواځي ١٨٩ منډې يي جوړي کړي او لوبه تري د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په ٩٧ منډو وکټله.

د بنګله دیش لپاره په توپ وهنه کې محمد الله ٥٣ او موسدیق حوسین ٥١ منډې ترلاسه کړي.

د سریلانکا لپاره ترټولو غوره توپ اچونه چیمرا وکړه.نوموړي په نهو اورنو کې د ١٦ منډو په ورکولو سره يي پنځه ویکټي يي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي چیمرا وټاکل شوو چي نوموړي د سریلانکا لپاره پینځه ویکټي ترلاسه کړي وي.

او د ټول سریز غوره لوبغاړي مشفق الرحیم وټاکل شو.

د یاده ولو وړ ده چي د یادي لوبلړي دوه لوبي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کټلي او لوبلړي يي په خپل نوم کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ