نن به د شل اوريز نړيوال جام او آی پي ايل په اړه بحث او پريکړې وشي. | خبریال

نن به د شل اوريز نړيوال جام او آی پي ايل په اړه بحث او پريکړې وشي.

کریکبال وېبپاڼه / نن د مي میاشتي نهه ویشتمه به د شل اوريز نړيوال جام او آی پي ايل په اړه بحث او پريکړې وشي.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ لوبي د هندوستان هیواد په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کرونا ویروس اخته شول او یاد لیګ پاتي ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول شوي.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هندوستان کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو د هندوستان غوره لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول ستونزو پرته به د یادو ټولو لوبو کوربتوب وکړي.

د یو شمیر راپورونو په اساس د هندوستان کرکټ بورډ به نن د شنبې په ورځ خپلو کې ناسته کوي، تر څو د آی پي ایل پاتي لوبو د ترسره کولو لپاره د رسمي کوربتوب او نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

خو د Sport today د راپور له مخي، د هندوستان په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلې، چې ددې سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته د سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پوري ورکړل شوی، چې په دې تړاو رسمې پرېکړه هم د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

خو تر دې مخکې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و، چې ممکن ددې لیګ سیالۍ د سیپټمبر میاشتې له ۱۵مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ