سږني کرابين ليګ کې به شپږ ځوان افغان لوبغاړي به ولوبیږي. | خبریال

سږني کرابين ليګ کې به شپږ ځوان افغان لوبغاړي به ولوبیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرابین لیګ د پیر مراسم ترسره شول.

د سږکال کرابين ليګ ته ډرافټ يا لوبغاړو د پير مراسم ترسره شول چې په کې د نړۍ د نوموتو کرکټرانو ترڅنګ پينځه افغان لوبغاړي هم د بيلابيلو لوبډلو له لوري وپيرل شول.

په دې لړ کې ځوان فاسټ بالر نوين الحق له وړاندې له ګيانا لوبډلې سره تړون کړی وو او چاينه مين وقار سلام خېل بيا نن د يادې لوبډلې له لوري وپېرل شو.

ځوان ليګ سپېنر شفيق الله غفاري د لومړي ځل لپاره په بهرنيو ليګونو کې د لوبيدو تړون وکړ او سږکال کرابين ليګ کې به د باربادوس لوبډلې سره ولوبيږي، تېر کال د يادې لوبډلې سره راشد خان لوبيده چې سږکال د بوخت مهال ويش له امله کرابين ليګ کې برخه نه شي اخیستلی.

قيس احمد چې اوس مهال دوبۍ کې دی او نږدې راتلونکي کې به انکلينډ ته په ويټاليټي بلسټ لوبو کې د ګډون لپاره لاړ شي او ابراهیم ځدراڼ چې دا مهال په انګلينډ کې دی او د ياد هيواد کورنیو لوبو کې لوبيږي، نن د ډرافټ مراسمو کې د جمیکا لوبډلې له لوري وپېرل شول.

دغه راز د افغانستان ملي لوبډلې پياوړی ويکټ کيپر توپ وهونکی رحمن الله ګربز به د شل اوريزه لوبو د باچا کريس ګېل سره د کيټس اينډ نيويس لوبډلې لپاره د پيل توپ وهوونکي وي.

د افغان لوبغاړو له ډلې ځوان ليګ سپېنر بالر شفيق الله غفاري په ننني ډرافټ کې دباربادوس لوبډلې له لوري وپېرل شو او دا د نوموړي لومړى ځل دى چې په يو بهرني ليګ کې اخيستل کيږي.

بل ځوان افغان لوبغاړى ابراهیم ځدران چې دا مهال د انګلستان په کورنيو لوبو کې بوخت دى د سي پي ايل د نن ورځي په ډرافټ کې د بل افغان لوبغاړي قيس احمد ترڅنګ د جميکا لوبډلې لخوا واخيستل شو.

ابراهيم ځدران هم پخپله رسمي فيسبوک پاڼه يوه ويډيو خپره کړې او ياد ليګ ته د غوره کيدو په پار يې خوښي څرګنده کړې.

د يادونې وړ ده چې سږکال کرابين ليګ به د اګست مياشتې په ۲۸ نېټه پيل شي او د ويسټ انډيز په کيټس اينډ نيويس جزيره کې به د سپټمبر تر ۱۹ دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ