آی پي ایل ځنډیدلي سیالي بیا پیلیږي. | خبریال

آی پي ایل ځنډیدلي سیالي بیا پیلیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي د کرونا ویروس له امله ځنډیدلې وې، یو ځل بیا پيلیږي.

د هندوستان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د آی پي ایل پاتې ۳۱ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره کړي.
د هند غوره لیګ څوارلسم پړاو ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې،

د هند کرکټ بورډ نن د مۍ میاشتې په نهه ویشتمه نیټه په یوه ځانګړې ناسته کې د آی پي ایل د پاتې لوبو د ترسراوي د وخت او ځای په اړه پریکړه وکړه خو د نړیوال شل اوریز جام په اړه یې له کرکټ نړیوالې شورا څخه د وخت غوښتنه وکړه.

دغه ځانګړې ناسته نن له غرمې مخکې د هندي کرکټ بورډ لخوا د یاد هیواد په ممبۍ ښار کې وشوه او پکې پریکړه وشوه چې د آی پي ایل پاتې لوبې به د راتلونکو سپټمبراو اکتوبر میاشتو په جریان کې وشي. د هند کرکټ بورډ وايي چې لوبو ته د نامناسب حالت له امله یادې لوبې د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې کیږي.

د بهرنیو لوبغاړو په اړه ویل شوي چې د هند کرکټ بورډ به د نړۍ د نورو کرکټ بورډونو سره اړیکه کې پاتې شي ترڅو وکولی شي بهرني لوبغاړي د آی پي ایل پاتې لوبو ته چمتو کړي. دغه راز ویل کیږي چې د استرالیا د ملي لوبډلې لوبغاړي به د آی پي ایل د لوبو پرمهال موجود وي خو د نیوزیلینډ او انګلستان لوبغاړو په اړه شک موجود دی چې ګډون به وکړی شي که نه؟

همدا راز د هند کرکټ بورډ د شل اوریز نړیوال جام د ترسراوي لپاره له کرکټ نړیوالې شورا څخه د اضافي وخت غوښتنه کړې او په دې اړه پریکړه کول یې د جولای میاشتې تر لومړیو ځنډولې. هندي بورډ به په یاده موده کې حالات له نږدې څاري تر څو معلومه کړي چې په هند کې د نړیوال جام ترسره کول ممکن دي او که بل هیواد کې د یاد جام د کوربتوب لپاره لاس پکار شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ