نسیم شاه بېرته د پاکستان سوپر لیګ ته راستون شو. | خبریال

نسیم شاه بېرته د پاکستان سوپر لیګ ته راستون شو.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او د پاکستان سوپر لیګ کې د کویټه ګلډیئټرز لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي نسیم شاه په اړه پاکستان کرکټ بورډ خپله پالیسي بدله کړه او نسیم شاه ته يي د پاکستان سوپر لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکړه.

نسیم شاه دوه ورځې وړاندې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو څخه لدې کبله وویستل شو،چې د کرونا د ټیسټ پخوانی نتیجه یې وړاندې کړي وه.

د پي ایس ایل د قوانینو له مخې ټول لوبغاړي باید د کرونا د منفي ټیسټ هغه پایله دوی ته وړاندې کړي چې ۲۴ ساعتونه یې وتلي وي،خو د نسیم شاه د پنځو ورځې مخکینۍ ټیسټ دوی ته وړاندې کړی وو چې له کبله یې نوموړی د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون څخه ویستل شوی وو.

خو پاکستان کرکټ بورډ اوس یو ځل بیا د هغه په اړه پریکړه بدله کړه او نوموړي ته یې پي ایس ایل کې د لوبیدو اجازه ورکړه.

پاکستان کرکټ بورډ ویلي،نوموړی به درې ورځې د لوبډلې د نورو غړو جلا وي او کله یې چې تازه پایله راووته،کولای شي پي ایس ایل کې ګډون وکړي.

ټاکل شوي چې پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به څو ورځې وروسته د اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي،خو لا هم اماراتو هیواد لخوا د پاکستان څخه ورتلوونکو لوبغاړو ته د ورتګ اجازه نده ورکړل شوې.

پاکستان کرکټ بورډ وایي،دا دومره جدي ستونزه نده او له خبرو وروسته حل کیدلی شي.

په یاد لیګ کې د ګډون لپاره راشدخان هم له ترکيې هیواد څخه اماراتو ته رسیدلی دی.

همدارنګه راشد خان به هلته د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ