هغه لوبغاړي چي د کرکټ ترڅنګ يي زده کړي هم کړي | خبریال

هغه لوبغاړي چي د کرکټ ترڅنګ يي زده کړي هم کړي

کریکبال وېبپاڼه / کرکټ چي په نړیواله کچه زیات شمیر مینوال او خوښونکي لري.

په دې ليکنه کې د نړۍ د کرکټ د څو داسې لوبغاړو په اړه مالومات درکوو چې کرکټ کې د کاميابۍ تر څنګ يې په لوړه کچه زده کړې هم کړې وې:

مصباح الحق
پخواني د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر مصباح الحق په رياضياتو او فيزيک کې غبرګ ديپلمونه اخيستي وو. او دغه راز یې ماسټري د لاهور د اداره او تکنالوژۍ پوهنتون څخه اخيستی وو.

راميز راجا
د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني پيليز لوبغاړی او کپتان راميز راجا يو له هغه ګوتو په شمېر لوبغاړو وو چې په فرست کلاس کرکټ کې پاکستان لپاره ۱۰۰۰۰ منډې کړې دي. راميز ۱۳ کاله نړيوال کرکټ وکړ او ۵۷ ټيسټ لوبو کې يې د ۳۱،۸۳ په اوسط لوبې کړي او دوه سليزې يې جوړې کړې وې. دغه راز په ۱۹۸ يو ورځنيو لوبو کې ېې ۹ سليزې وهلې دي. هغه د نړيوال کرکټ لومړی لوبغاړی دی چې په ۱۹۸۷ کال کې انګلينډ مقابل کې د فیلډینګ د مخې ډب کولو له امله اوټ شو. راميز راجا د پنجاب پوهنتون څخه په اداره او تجارت کې ماستري کړې ده.

جيف لاوسن
د استراليا لوبډلې پخوانی لوبغاړی جيف لاوسن مخکې له دې چې نړيوال کرکټ ته راشي د سترګو د برخې متخصص وو او په دغه برخه کې يې د استراليا د نيو ساوت ويلز پوهنتون نه ديپلوم اخيستی وو. نوموړي استراليا لپاره ۹ کاله نړيوال کرکټ وکړ او په ۱۹۸۹ م کال کې تقاعد شو. هغه له تقاعد وروسته د ۲۰۰۸- ۲۰۰۷ کلونو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وو.

انيل کومبلی
د هند د ټيسټ کرکټ لوبډلې غوره څېره چې په ۱۳۲ ټيسټ لوبو کې يې ۶۱۹ وکټې اخيستې وې، خپله لسانس درجه يې له RVCE پوهنتون نه په ميخانيکې انجينرۍ کې تر لاسه کړې ده. کومبلی د هند په کرکټ کې له خپل خاص مقام څخه برخمند دی او وخت نا وخت په لوبو د تبصره کوونکي او وخت نا وخت د روزونکي په حيث راڅرګندېږي.

دا هغه لوبغاړي دی کوم چي د کرکټ د لوبي ترڅنګ یي لوړي زده کړي هم ترسره کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ