هغه لوبغاړي چي په ټیسټ لوبو کې په کمو توپونو نیمه سلیزي جوړي کړي.
کریکبال وېبپاڼه / ټیسټ کرکټ چي دا هم د کرکټ یو بل ډول فارمټ دي.عمومأ په ټیسټ لوبو کې د د حوصلي لرونکي لوبغاړي لوبیږي.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي يي په ټیسټ لوبو کې يي په کمو توپونو يي نیمه سلیزي ترلاسه کړي وي.
لومړي : د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي مصباخ الخق دي.نوموړي په ٢٠١٤ کال کې يي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په ٢١ کمو توپونو باندي يي په ټیسټ لوبو کې يي نیمه سلیزه جوړه کړه.
دوهم : په دوهم مقام کې ډیويډ وارنر شتون لري. ډیويډ وارنر چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ وهونکي دي. نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي په کال ٢٠١٧ کې يي په ٢٣ توپونو باندي يي په ټیسټ لوبو کې نیمه سلیزه جوړه کړه.
دریم : دریم مقام کې کالیس شتون لري.نوموړي هم په ټیسټ لوبو کې يي د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي په کال ٢٠٠٥ کې په کمو ٢٤ توپونو باندي يي په ټیسټ لوبو کې يي چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.
څلورم : په څلورم مقام کې شاین شتون لري.نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوله.نوموړي په ټیسټ لوبو کې د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په کال ٢٠١٤ کې يي په ٢٥ توپونو باندي يي نیمه سلیزه جوړه کړه.
پنځم: شاهد افریدي په پنځم مقام کې قرار لري.نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوله. شاهد افریدي په ټیسټ لوبو کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په کال ٢٠٠٥ کې يي په ٢٦ توپونو باندي يي نیمه سلیزه جوړه کړه.
دا هغه پینځه نړیوال لوبغاړي دي کوم چي يي په ټیسټ لوبو کې يي په کمو توپونو باندي يي نیمه سلیزي جوړي کړي دي.
د یاده ولو وړ ده چي ټیسټ لوبه د نورو فارمټونو په نسبت زیات شمیر مینوال او لیدونکي نه لري نسبت د شل اوریزو او یوورځینو لوبو ځکه چي ټیسټ لوبه زیات وخت نیسي او لوبغاړي پکي ډیره په حوصله لوبه کوي نو د یادولو وړ ده چي په ټیسټ لوبو کې عمومأ په زیاتو توپونو باندي لوبغاړي کمي يي منډي جوړوي