داسي ټیسټ لوبه چي کم وخت کې پاي ته رسیدلي | خبریال

داسي ټیسټ لوبه چي کم وخت کې پاي ته رسیدلي

کریکبال وېبپاڼه / په نړيوال کرکټ کې به مو دا ډير اوريدلي وي چې يوه پنځه ورځنۍ يا ټيسټ لوبه په دوهمه يا دريمه ورځ پاى ته رسيدلې وي او د مينه والو لخوا ورته بيلابېل غبرګونونه ښودل شوي وي. خو له دې به نه وئ خبر چې د کرکټ لوبې په تاريخ کې داسې ټيسټ لوبه هم ترسره شوې چې له شپږو ساعتونو په کم وخت کې پاى ته رسيدلې ده.

دا ۱۹۳۲م کال و، کوم مهال چې د جنوبي افريقا کرکټ ملي لوبډله د دوه اړخيز سيريز په موخه اسټراليا ته تللې وه، د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټيسټ سيريز په وروستۍ او پنځمه لوبه کې يو بيسارى ريکارډ جوړ شو چې لا هم څه د پاسه د ۹۳ کلونو اوږدې مودې په تیریدو لاهم په پخپل ځاى‌ پاتې دی.

د کوربه اسټراليا او جنوبي افريقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه ټيسټ لوبه په ۵ ساعتونو او ۵۳ دقيقو کې دننه د اسټراليا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسيده او په نړيوال کرکټ کې لومړۍ ټيسټ لوبه شوه چې په دومره کم وخت کې پاى مومي.

په ياد لوبه کې ميلمه جنوبي افريقا لوبډلې د ټاس له ګټلو وروسته په لومړي اننګ کې 23.2 اوورنه ولوبول او د خپلو لسو لوبغاړو په اوټ کيدو يې يوازي ۳۶ منډي جوړي کړي. د ياد هدف په ځواب کې کوربه اسټراليا د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کيدو سره په 54.3 اوورنو کې ۱۵۳ منډې جوړې کړې او د افريقا لوبډله يې ۱۱۷ منډې قرضداره کړه.

د جنوبي افریقا لوبډله پخپل دوهم اننګ کې هم ناکامه وه او د اسټراليا لوبډلې د لومړي اننګ قرض يې هم خلاص نه شو کړى. دوی د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کيدو په ۳۱.۳ اوورنو کې يوازې ۴۵ منډې جوړې کړې او لوبه يې اسټراليا ته په یو اننګز او ۷۲ منډو وبایلله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ