یو شمیر لوبغاړي د PSL لپاره د اماراتو له سفره راکرځول شوي
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ بورډ د خبر په اساس چې د چک پر مهال اسنادو کې د مشکل له کبله د کويټه ګليډئټر لوبډلې کپتان او په پي ايس ايل ليګ کې لس نورو لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه نه ده ورکول شوې چې نن متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
پرون يکشنبه د ورځې په پيل کې د پاکستان کرکټ بورډ ويلي وه چې د پي ايس ايل شپاړس ګډونوال به شپږ له کراچۍ او لس له لاهور څخه متحده عربي اماراتو ته په عامه الوتکه کې سفر وکړي.
خو اوس ويل کيږي چې په اسنادو کې د مشکل له کبله په کراچۍ کې يوازې سرفراز احمد او لاهور کې لس تنه بيرته هوټلونو ته ستانه شوي.
بلخوا کراچۍ کې د پاتې شپږو تنو څخه د ځوان فاسټ بالر محمد حسنين په ګډون پنځو تنو وشو کولى چې ابوظبۍ ته ورسيږي.
په پام کې وه د مهالويش مطابق شپږم پړاو پاکستان سوپرليګ تيره مارچ مياشت کې د پاکستان په کوربتوب پاى ته رسيدلى وى، خو په ياد هيواد کې د کوئيډ۱۹ د دوهمې څپې له کبله په نيمايي کې وځنډول شو او پاتې شل لوبې يې راتلونکي جون مياشت متحده عربي اماراتو کې پلان شوي.
د شپږم پړاو PSL پاتې شلو لوبو پاکستان کرکټ بورډ بيخي سرګردانه کړى او يو بل پسې مشکلات ورته رامنځته کيږي، د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د اجازې اخيستلو وروسته، دغه هيواد ته د لوبغاړو د ليږد پروسه له خورا ستونزو ډکه ده او لا هم ټول لوبغاړي او کارمندان ابوظبۍ ته نه دې رسيدلي.