حشمت شاهدي د پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل شو. | خبریال

حشمت شاهدي د پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

خبریال ویب وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې له لوبډلمشري څخه لېرې کړ او پر ځای یې حشمت الله شهیدي يي د ټیسټ او یوورځینو لوبو لوبډلمشر وټاکل شوو. او ورسره څنګ يي رحمت الله زرمتي د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلي

د افغانستان کرکټ بورډ په یو تازه اعلامیه کې وايي: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي. په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

همدارنګه د کرکټ بورډ اعلامیه وایي چې ژر به د شل اوریزو لوبو لپاره به نوی لوبډلمشر معرفي کړي . چي راشد خان به يي مرستیال لوبډلمشر وي. راشد خان دا مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کې مرستیال لوبډلمشر دی.

د یاده ولو وړ ده چي اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو بریالي لوبډلمشر وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ