فضلي: نجیب یا نوین به د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي. | خبریال

فضلي: نجیب یا نوین به د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي.

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ پرېکړه ستایلې ده چې له مخې اصغر افغان د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لیرې شوی دی او پرځای یې د دوو فارمټونو لپاره حشمت شهیدی نوی کپتان ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني مشر عزیز الله فضلي په خپله فسبوک پاڼه لیکلی چې د درییم شل اوریز فارمټ لپاره به هم د کپتان په توګه د دوو لوبغاړو نوین الحق او نجیب ترمنځ به یو د کرکټ بورډ له لوري انتخاب شي.

نوموړی وایي ” د افغانستان کرکټ بورډ رهبري او د بورډ غړو پرېکړه چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ کې يې بدلون راوست زه ستايم .

فضلي نوي لوبډلمشر او معاونينو ته په خپلو ور سپارل شويو مسوليتونه کې د بریا غوښتنه هم کړې ده.

عزیز الله فضلي د خپل ځان په اړه هم سپیناوی وړاندې کړی دی او لیکلي دي چې نوموړي د کرکټ بورډ ادارې د رياست په مهال هم له ځينو لوبغاړو سره کومه شخصي ستونزه نه درلوده، اوس يې هم نه لري يواځې هدف یې دا وو چې لوبډله کې تکړه او مستحق ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړل شي او کرکټ مو نوی شي.

فضلي وایي د خپل ریاست پر مهال د ځينې مغرضو کړيو او د وطن د ورزش مافيا او دښمنانو له لوري له سختو ستونزو سره مخ شوی و.

د بورډ دغې پخواني مشر د حشمت شهیدي د ټاکنې په تړاو وروستیو کې لیکلي “اوس چې د کرکټ بورډ ادارې دا پريکړه کړې د کرکټ مينه والو ته پکار ده چې ځوانان وستايي او د کرکټ لوبه هم په نړيوال ميدانونو او نړيوالو سيالانو سره لوبه د تکړه او مستحقو ځوانانو ده .

د یادولو ده چې نن له ماښام وروسته د افغان کرکټ بورډ د مشرانو له لوري د ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افعان له دندې لرې کړی شو او پرځای یې د ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره حشمت شهیدي کپتان اعلان شو چې ورسره به رحمت شاه مرستیال وي.

همدارنګه د یاده ولو وړ ده چي اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو بریالي لوبډلمشر وه .خو کرکټ بورډ يي د لري کیدو غلت يی د زمبابوي پر وړاندي د نوموړي ځيني ناسمي پریکړي بللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ