حشمت شاهدي د لوبډلمشر په توګه د ټاکل کیدو سره د یوشمیر افغان لوبغاړو مبارکي
کریبکال وېبپاڼه / افغان کرکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشر ګوښه کړ او پر ځای يې د افغان لوبډلې ځوان لوبغاړی حشمت شهیدي د یوورځینیو او ټیسټ سیالیو لوبډلمشر وټاکه، تر دې دمه یوازې دوو افغان لوبغاړو ګلبدین نایب او تیز توپ اچونکي آفتاب عالم ورته مبارکي ویلې ده.
د دغو دوو افغان لوبغاړو له جملې څخه لومړی ګلبدین نایب ؤ چې په خپل ټويټر اکاونټ يې په انګليسي ژبه حشمت الله شهيدي ته د مبارکۍ تر څنګ دا هم ليکلي چې راتلونکی سفر به يې ډېر ښه وي او نوی پړاو دې ورته بختور شي.
د کلبدین نایب یو ساعت وروسته افغان لوبډلې بل لوبغاړي افتاب عالم پر خپله رسمي فسبوک پاڼه حشمت شهیدي ته مبارکي ویلې او همدارنګه يې د اصغر افغان څخه هم مننه کړې چې په تېرو څو کلونو کې يې د کريکټ په برخه کې د افغانستان نمايندګي وکړه.
همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان هم حشمت الله شاهدي ته مبارکې ویلي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم د نوي لوبډلمشر د ټاکل کېدو په اړه ټویټ کړی دی، خو دا ځل یې د مخالفت پر ځای هغه ته مبارکي ورکړې ده.
راشد خان به خپل ټویټ کې حشمت الله شهیدي ته په کپتان ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده او کپتاني يې یو ستر مسوولیت یاد کړی دی او لیکلي یې دي، چې حشمت به یې په ښه ډول ترسره کړي.
همدا راز راشد خان بیا له پخواني لوبډلمشر اصغر افغان څخه هم مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د هغه د لوبډلمشرۍ په مټ نن دې ځای ته رارسېدلي یو.
همدا راز راشد خان بیا له پخواني لوبډلمشر اصغر افغان څخه هم مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د هغه د لوبډلمشرۍ په مټ نن دې ځای ته رارسېدلي یو.
حشمت الله شهیدي چې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی، ګلبدین نایب، مجیب الرحمان او ځینو نورو لوبغاړو هم ورته مبارکي ورکړې ده.
همدارنګه بل افغان لوبغاړي هم حشمت الله شاهدي ته مبارکې ویلي.
غمي ځدران خپلو دواړو تکړه ملګرو حشمت الله شهيدي او رحمت شاه ته د لوبډلمشر او مرستیال لوبډلمشر ټاکل کېدو مبارکي وایم، الله ج دې ددې دروند بار وړلو کې ورسره مرسته وکړي تر څو هیواد ته لا بریاوې راوړي.
اصغر افغان نه هم ډېره مننه کوم چې په تیرو څو کلونو کې یې د افغانستان ښایسته نمایندګي وکړه، نور ژوند کې ورته بریاوې غواړم!
یوشمیرو نورو افغان لوبغاړو هم حشمت الله شاهدي ته مبارکې ویلي او د بریاووي ورته غوښتي