هغه لامل چي د اصغر افغان د لري کیدو لامل شو.
کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ اصغر افغان د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه ګوښه کړ. د کرکټ بورډ په وینا اصغر افغان د زمبابوې په وړاندې په تېره مارچ میاشت کې د ټیسټ سیریز په لومړۍ سیالۍ کې اصغر افغان ځینې غلطې پرېکړې وکړې چې له امله یې افغان لوبډلې دغه لوبه وبایلله. دغه سیالي د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې ترسره شوه چې یوازې یوه ورځ وروسته یعنې د لوبې په دویمه ورځ افغان لوبډلې په لسو وېکټو وبایلله.
دا خو معلومه خبره ده چې دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوې، د سیالیو کوربتوب په دې معنی چې د سیالیو لپاره هر ډول تیاری به کوربنه لوبډله کوي. د لوبډلې لپاره د کوربتوب ګټه دا ده چې کوربه لوبډله پیچ او حالات په خپله ګټه او د خپلې لوبډلې قووتونو ته په کتو تیاروي، بیا خپل ټول قووتونه په سمه توګه کاروي چې له حالاتو او په پیچ کې له شته مرستې سمه ګټه واخلي او لوبه کې ځان بریا ته ورسوي.
په لومړۍ ټیسټ لوبه کې داسې هیڅ نه برېښېده چې افغان لوبډله دې د سیریز کوربتوب کوي. برعکس اصغر افغان، د خپل کوربتوب ټوله ګټه مخالفې لوبډلې ته ورکړې وه. لومړی خو دا چې د سیالۍ لپاره یې د فاسټ بالرانو په ګټه شنه وېکټه جوړه کړې وه، (د وېکټې جوړول د کپتان په مشوره او خوښه کیږي) خو په خپله شل کسیزه لوبډله کې یې د ۵ فاسټ بالرانو لرلو سره سره په یوولس کسیزه لوبډله کې یوازې یو فاسټ بالر ټاکلی و.
په داسې حال کې چې مخالفې لوبډلې ۳ ریګولر فاسټ بالران لوبولي ول. له دې سره سره یې د ټاس له ګټلو سره سم توپوهنه غوره کړه او خپله لوبډله یې په لوی لاس ګړنګ ته ور برابره کړې وه. هماغه و چې مخالف فاسټ بالران د لوبې له لومړي باله په افغان بیټسمینانو برلاسي ول چې د لومړۍ ورځې په دوه سېشنو کې یې یوازې په ۱۳۱ منډو ټول لوبغاړي وسوځول.
دا چې اصغر افغان یوازې یو فاسټ بالر لوبولی و او نور یې ټول سپنران لوبډله کې ټاکلي ول نو د زمبابوې بیټسمینانو له کومې ستونزې پرته افغان بالران لوبول او په افغان لوبډله یې ۱۲۰ منډې اضافه واړولې، افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې یوځل بیا د مخالفو تېزو بالرانو په وړاندې ناتوانه ول او یو ځل بیا یوازې په ۱۳۵ منډو ټول وسوځېدل. افغان لوبډلې سیالي په لسو وېکټو وبایلله او داسې برېښېدل لکه زمبابوې چې کوربه وي او ټول حالات یې په خپله خوښه برابر کړي وي.
د بیټینګ منظم آرډر او د هر لوبغاړی معلوم او ټاکل شوی پوزېشن د لوبډلې په روغه کارکردګۍ مستقیمه اغېزه لري. یو ځل چې د یوه لوبغاړي د بیټینګ ځای معلوم شو بیا هغه له ډېرو استثنایي حالاتو پرته نه بدلیږي، هر بیټسمین هر وخت په خپل ټاکلي ځای کې بیټینګ کوي، له ذهني پلوه یې ځان هماغه پوزېشن باندې بیټینګ کولو ته تیار کړی وي چې ښې پایلې هم لري.
په دغه لوبه کې زمونږ د لوبډلې دغه برخه دومره ګډه وډه وه چې حد یې نه و. کپتان اصغر افغان له دې وړاندې په نورو ټیسټ سیالیو کې په څلورم او پنځم نمبر بیټینګ کړی و خو د زمبابوې په وړاندې لوبه کې یې ځان اووم نمبر ته ساتلی و او په دواړو اننګزونو کې یې په همدې پوزېشن بیټینګ وکړ.
د دې ټولو ستونزو او د اصغر افغان غلطو پرېکړو له امله افغان لوبډلې له زمبابوې څخه یوازې په ۲ ورځو کې ستره ماتې وخوړه، له دې وروسته په دویمه سیالۍ کې بیا هر څه بدل ول. پیچ د بیټینګ لپاره جوړ شوی و، بیټینګ پرې آسانه کېدو او دا چې افغان لوبغاړو ښه بیټینګ پیل کړ نو اصغر افغان هم خپل پېډونه وتړل او په څلورم پوزېشن بیټینګ ته راغی، دا چې ویکټ بیخي سیده او د سرک په څېر وه نو سلیزه یې ووهله او دا مسیج یې پاس کړ چې زه ښه پوهېږم او هر څه کولای شم، حتی په لوی لاس لوبه هم بایللای شم.