هغه لوبغاړي تر ټولو ډېر په صفر اوټ شوي | خبریال

هغه لوبغاړي تر ټولو ډېر په صفر اوټ شوي

کریکبال وېبپاڼه / کرکټ لوبه چي د نورو لوبو په نسبت زیات شمیر مینوال او لیدونکي لري.

مونږ دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په لوبه کې یې زیاتې انډې خوړلي او په صفر رخصت شوي دي.

لومړي موتیا مورالي تارن :

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي نوموړي له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۱۱ پورې ۵۹ انډې خوړلي او له منډې کولو پرته سوځېدلی دی.

دوهم کورټني والش :

د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی و، چې له ۱۹۸۴ څخه تر ۲۰۰۱ پورې لوبه کوله په ټول کرکټ کېریئر کې یې ۵۴ انډې خوړلي دي او په صفر له میدانه رخصت شوی دی.

دریم جایاسوریا :

سنت جایاسوریا د سریلانکا پخوانی کیڼ لاسی توپوهونکی و، له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې لوبېده، نوموړی ۵۳ ځلې په صفر سوځېدلی دی.

ګلېن مک ګرات د اسټرالیا لوبغاړی و، ۴۹ ځلې په صفر سوځېدلی، د سریلانکا مهیلا جایاوردنی ۴۷ ځلې، د انګلستان سټورټ براډ ۴۶ ځلې، د نیوزیلېنډ ډانېئل وېټوري ۴۶ ځلې، وسیم اکرم ۴۵ ځلې، د هندوستان زهیرخان ۴۴ ځلې، شېن وارن، شاهد افریدي او کرېس ګېل هر یو ۴۴ ځلې په صفرونو سوځېدلي دي.

ملېنګا او یونس خان ۴۳ ، ۴۳ ځلې، اېشنټ شرما ۳۹ ځلې، د ویسټ انډیز امبروز ۳۹، د انګلستان جېمز انډرسن او ریکي پونټېنګ ۳۹ ــ ۳۹ ځلې.

مارټېن ګوپټېل ۳۸ ځلې، هاربجن سېنګ، چمېن دواس، هارشل ګېبز او برېنډن مکالم ۳۷ ، ۳۷ ځلې په صفرونو سوځېدلي دي.

وقاریونس ۳۶ ځلې، ډیلان، انېل کومبلی، اټاپاټو، مېچل واف، دېلشن او انضمام الحق ۳۵ ــ ۳۵ ځلې.

انډي فلاور، محمد حفیظ او سچېن ټېنډولکر ۳۴ ځلې، مشرفی مرتضی، تمیم اقبال، اډم ګېل کرېسټ، مارک بچر، فلېمېنګ، برېن لارا او جېکس کېلېس ۳۳ ځلې په صفرونو رخصت شوي دي.

برېټلي، سرینات، شاون پولک او محمد اشرفول ۳۲ ځلې په صفر اوټ شوي دي.

ډېني مورېسن، کرېس مورېس، عمرګل، اېن ټیني، کامران اکمل، سلیم ملک او ورېنډر سېواګ ۳۱ ځلې.

سورنګا لکمل، راناټونګا او اسټېل ۳۰ ځلې.

وېکاراما سېنګ، ډونلډ، کالو وېتارانا، چېګومبورا، ګنګولي، کپیل ډیو او راس ټایلر ۲۹ ځلې، مک ډرموت، ګوپټېل، ویرات کولي او سېنګاکارا ۲۸ ځلې، دانش کنیریا، مېچل جانس، ټېم سوتي، فلېن ټاف، الیسا هیلي او سټیوارټ ۲۷ ځلې، سقلېن مشتاق، رنګانا هرات، معین علي، اپال ترنګا، مسکډزا، یوراج سېنګ، مشفق الرحیم او محمد یوسف ۲۶ ځلې، شېنن ګېبرېئل، کاډېک، حبیب البشر، ټرېس کاتېک، د نیوزیلېنډ پېرور، سورېش رېنا، انډریو سټراس او مارلن سمیولس ۲۵ ـ ۲۵ ځلې انډې خوړلي یا په صفر له لوبغالي رخصت شوي دي.

دا هغه لوبغاړي دي کوم چي د کرکټ په تاریخ کې په صفر یا انډا اوټ شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ