په یاد لیست کې راشد خان هم شتون لري
کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ د فارمټونو څخه یو هم شل اوریزي لوبي دي.شل اوریزي لوبي د نورو لوبو په نسبت ډیر شمیر مینوال او لیدونکي لري.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي يي په شل اوریزو لوبو کې ترنورو لوبغاړو ډیري ویکټي ترلاسه کړي وي.
په شل اوریزو لوبو کې هغه بالران ډېر بریالي وي، چې د فطري وړتیا سره، سره د توپ اچونې بشپړه تجربه ولري.
د شل اوریزو لوبو په غوره بالرانو کې راشدخان هم شمېر دی او تل یې په کمه ایکانومي ښه توپ اچونه کړې ده.
همدا علت دی چې هغه د افغان لوبډلې سربېره د نړۍ په هرلیګ کې د اخیستلو وړ دی او د نړۍ هره لوبډله یې د اخیستلو تقاضا لري.
سونېل نرېن
د ویسټ انډیز یو له غوره الراونډرانو څخه دی، خو د ده اصلي مسلک اف برېک توپ اچونه ده.
دی چې کله ۲۰۱۲ کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته راغی، نو د ویسټ انډیز سپېن یا څوکه توپ اچونې ستونزه تر ډېره حل شوه.
نوموړی په توپ اچونه کې خورا وځلېد؛ خو د انګلستان د لوبغاړو لخوا یې په توپ اچونه انتقاد وشو او بیا یې توپ اچونه یو څه اغېزمنه شوه.
نوموړی د نړیوال شل اوریزو لوبو ترڅنګ په آیپياېل او نورو سوداګریزو لیګونو کې ټولې ۳۹۳ وېکټې ترلاسه کړي دي او د زیاتو شل اوریزو وېکټو اخیستلو کې لومړی مقام لري.
عمران طاهر
اصلا د پاکستان دی او د افریقا لپاره په لوبو کې ولوبېد.
نوموړی یو تجربه کاره لېګ برېک ګوګلي بالر دی، چې نړۍ کې یې ساری نشته دی.
یاد توپ اچوونکي په ټولو شل اوریزو لوبو کې چې سوداګریز لیګونه هم پکې شامل دي، ۳۸۶ وېکټې ترلاسه کړي دي او دویم ځای یې نیولی دی.
شکېب الحسن
د بنګله دېش او د کرکټ د نړۍ غوره کرکټ ټولچاری دی، دی د یو ښه توپ وهونکي سربېره یو له غوره کیڼ لاسو اف برېک بالرانو څخه هم دی.
نوموړي په په ټولو شل اوریزو لوبو او لیګونو کې ۳۶۲ وېکټې ترلاسه کړي دي او درېیم ځای یې خپل کړی دی.
راشدخان
راشدخان چې په ۲۰۱۵ کې لوبو ته راغلی په کم وخت کې یې ځان د کرکټ د تاریخ تر هسکو پوړیو ورساوه.
د خپل هېواد سربېره یې د لوبو لپاره د نړۍ کونج، کونج ته سفرونه وکړل او د لیګونو په لوبولو سره له خورا بوختو لوبغاړو وشمېرل شو.
ده په شل اوریزو لوبو کې ۳۶۰ وېکټې ترلاسه کړي او څلورم غوره بالر دی.
شاهد افریدي
شاهد افریدی چې له نویمي لسیزې راهیسې په کرکټ کې بوخت دی لاهم شل اوریزو سوداګریزو لیګونو کې مطرح لوبغاړی دی.
دی د یو هیټر توپوهونکي سربېره یو د نړۍ له خطرناکو او بهترینه لېګ برېک بالرانو څخه دی.
ده په شل اوریزو لوبو او لیګونو کې ټولې ۳۴۴ وېکټې ترلاسه کړي دي او پنځم غوره وېکټ ټېکر دی.