راشد خان سږکال شپږیزه لیګ دي ننګرهار او یا هم په خوست کې ترسره شي. | خبریال

راشد خان سږکال شپږیزه لیګ دي ننګرهار او یا هم په خوست کې ترسره شي.

کریکبال وېبپاڼه / د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي که چیرې شپږیزه کرکټ لیګ د سږکال لپاره په ننګرهار یا خوست ولایت کې وشي نو هغه ته به په زړه پورې خبر وي.

راشد خان دا څرګندونې وړمه شپه د بل ملي لوبغاړي رحمان الله ګربز سره په ” ټیک ټاک” په ژوندۍ بڼه وکړې دغه اپ چې تل پکې خلک تفریحي ویډیوګانې جوړوي، ځیني مشهوره څیرې ترې لایف هم راځي او له خلکو سره د زړه خواله کوي.

پر خواله رسنۍ” ټیک ټاک” د کرکټ مینه والو د بار – بار غوښتنو وروسته د افغانستان دوه ملي لوبغاړي رحمان الله ګربز او راشد خان وړمه شپه لایف راغلي و چې مستقیمآ یې له مینه والو سره د زړه خواله وکړه.

رحمن الله ګربز د لایف پروګرام په مینځ کې له راشد خان څخه پوښتنه وکړه چې په خوست کې دې زرګونه مینه وال انتظار کوي او وایي چې ولې نه راځې؟

راشد خان د دې پوښتنې په ځواب کې وویل”” رښتیاهم چې د هیواد په کچه په خوست او ننګرهار ولایت کې د کرکټ تر ټولو زیات مینه وال میشت دي، کاش شپږیزه لیګ سږکال لپاره په خوست یاهم ننګرهار کې وشي ځکه لوبغالی به له ننداره چیانو په بشپړ ډول ډک وي “”.

راشد خان په شپږیزه کرکټ لیګ کې د بند امیر لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري چې په ۲۰۱۸م کال کې ورته اتلولي هم وګټله..

راشد خان همداراز په دې لایف بنډار کې د رحمان الله ګربز سره خپلې خاطرې هم شریکې کړې چې نوموړي وویل هغه به یې تل هیرې نکړي.

راشد خان وویل، په لومړي ځل د ملي لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه کول، ای پی ایل کې لوبیدل او په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز خلاف په یوې یو ورځنۍ لوبه کې د اووه لوبغاړو سوځول به یې بیخي هیر نه شي ”

راشد خان دا د خاطرې په شکل وویل چې هغه ته، کورنۍ او ټولو هیوادوالو لپاره به نه هیریدونکي وي.

د یادولو ده چې راشد خان د افغانستان او د نړۍ د کرکټ یو بهترینه لیک سپېن ګوګلي توپ اچوونکی دی چې دا مهال یې په نړیواله کچه جوړه نشته.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ