نړیوالو جامونو کې د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر زیات شو
کریکبال وېبپاڼه / د تازه پریکړې له مخې نړیوالو جامونو کې د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر زیات شو
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳-۲۰۳۱ کلونو لپاره د خپلو راتلونکو سفرونو پروګرام اعلان کړ چې پکې به ۸ ستر نړیوال ټورنمنټونه ترسره شي. په یاد ۸ کلن ستر سایکل کې به ۴ شل اوریز نړیوال جامونه، ۲ پنځوس اوریز نړیوال جامونه، ۲ پړاوه چېمپینز ټرافي او ۴ پړاوه د ټیسټ کرکټ نړیوالو اتلولیو پایلوبې ترسره شي. په دغه موده کې به چمپینرټرافي، هغه ټورنمنټ چې خورا ډېر شمېر مینوال لري او له تېرو څلورو کلونو راهیسې ندی ترسره شوی هم بیا ځلې په ۲۰۲۵م او ۲۰۲۹م کلونو کې د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا ناسته چې پرون ترسره شوه او پکې ګڼ شمېر پرېکړې وشوې، نورې سترې پرېکړې پکې دا وې چې د راتلونکي سایکل پنځوس اوریز نړیوال جامونه به د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې پکې به ټولټال ۵۴ سیالۍ کیږي. د دې ترڅنګ به شل اوریز نړیوال جامونه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې پکې به ۵۵ لوبې ترسره شي. د دې سربېره د زیات شمېر کرکټ مینوالو د خوښې ټورنمنټ چېمپینز ټرافي هم راګرځي چې پکې به یوازې د یوورځنیو سیالیو ۸ غوره لوبډلې ګډون ولري او پکې به ۱۵سیالۍ ترسره کیږي.
دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا دا هم ومنله چې په یاده ۸ کلنه موده کې به هر دوه کاله بعد په ۲۰۲۵م، ۲۰۲۷م، ۲۰۲۹م او ۲۰۳۱مو کلونو کې د ټیسټ کرکټ نړیوالو اتلولیو پایلوبې هم ترسره شي. د کرکټ نړیوالې شورا د یادو سیالیو د کوربه هیوادونو په اړه وویل چې لا تراوسه نهایي شوي ندي، د غوراوي پروسه به یې په روانه میاشت کې پیل شي او وروستۍ پرېکړه او اعلان به یې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې وشي.
د تېرو څو کلونو په موده کې د کرکټ نړۍ درې سترو هیوادونو هند، انګلستان او آسترالیا هر وخت د نړیوالو ټورنمنټونو د ډېرېدو مخالفت کړی دی او ډېر ټینګار یې په دې دی چې د دوی ترمنځ دې دوه اړخیز کرکټ زیات شي ترڅو له خپلمنځي سیالیو څخه ډېره ګټه لاس ته راوړي.
دوی (بیګ تري هیوادونه) په دې باور دي چې د کرکټ نړیوالې شورا له ټورنمنټونو څخه ډېره ګټه نشي ترلاسه کولای او د یادو سیالیو په ډېرېدو سره د دوی ترمنځ د بایلېټرل کرکټ وخت له منځه ځي چې ورسره د پیسو ګټلو موقع هم له لاسه ورکوي، خو د کرکټ نړیواله شورا بیا په دې باور ده چې دوی په خپلو نړیوالو ټورنمنټونو کې ډېره ګټه ترلاسه کوي او د دوی لپاره د عایداتو سترې سرچینې دي چې له مخې یې بیرته ترلاسه شوې ګټه په خپلو منځونو او کوچنیو کرکټ هیوادونو ویشي چې ورسره په نړیواله کچه د کرکټ لوبې د پرمختګ سبب کیږي.