نیدرلینډ، ایرلینډ ته په یوي منډې ماتې ورکړه.
کریکبال وېبپاڼه / د ایرلینډ او نیدرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یورځینیو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن د نیدرلینډ لوبډلې په توپ وهنې سره پیل شوه.
یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۵ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۹۶ منډو کوچنی هدف په مخ کې کېښود.
د نیدرلینډ لپاره په توپ وهنه کې یوازې ټیم وان د څلور شپږیزو او یوې څلوريزې پر مټ ۴۹ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ له لوري سمي سینګ، مکبرین یو یو، کریک ینک او جوش لیټل درې درې لوبغاړې له مخې پورته کړل.
په دوهم اننګر کې که څه هم ایرلینډ لوبډلې ته پال سترلینګ ۶۹ او سمي سینګ ۴۵ منډې جوړې کړې خو یاده لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د نهو لوبغاړو په سوځیدو يې ۱۹۴ منډې تر لاسه کړې او د یوې منډې په توپیر يې ماتې وخوړه.
د نیدرلینډ له لوري پټر سیلار د ۲۷ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې درې تکړه او پیاوړې لوبغاړي يې وسوځول.
د دواړو لوبډلو تر منځ دوهمه سیالۍ د همدې جون میاشتې په څلورمه او وروستۍ هغه يې په اوومه نېټه تر سره کیږي.
یاده دې وي چې دغه سیالۍ سوپر لیګ سیالۍ دې چې د ای سي سي له لوري ورکړل شوي، چې دواړو لوبډلو لپاره ډیرې مهمې دي.