شکیب الحسن ته د هند غوره لیګ سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شوه.
کریکبال وېبپاڼه / شکیب الحسن ته د هند غوره لیګ سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شوه.
د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي څوارلسم پړاو يي د هند په کوربه توب روان وه.چي په یاد لیګ کې د نهو ویشتو لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ وځنډول شول.
همدارنګه د هند غوره لیګ د پاتي سیالیو د کوربه توب لپاره سریلانکا کرکټ بورډ او د انګلستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ نه غوښتنه کړي چي د یاد لیګ پاتي سیالي دي د دوي په کوربه توب ترسره کړي. خو اوس تازه د هند کرکټ بورډ یوشمیر غړي اماراتو ته تللي ترڅو د یاد لیګ پاتي سیالي هلته ترسره کړي.
اوس تازه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې الرونډر د لوبغاړي د د بنګله دیش کرکټ بورډ لخوا د لوبډلې الراونډر شکیب الحسن ته په راتلوونکي ای پي ایل یا هند غوره لیګ سیالیو کې د خپل بورډ لخوا اجازه ور نکړل شوه.
بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي،دوی راتلوونکي کې د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو مهمې لوبې لري او له همدې کبله شکیب الحسن ته اجازه نشي ورکولای.
شکیب الحسن په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل ځنډول شوي لیګ کې له کلکتې لوبډلې سره وو،نوموړي هلته یوازې دوه لوبې وکړې خو بیا یې لوبډله کې ځای خپل نه کړ.
ویل کیږي چې د یادې لوبډلې بل پیاوړي لوبغاړي مستفیظ الرحمان ته به هم په ای پي ایل کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شي.نوموړی په ای پي ایل کې د راجستان لوبډلې برخه وو.
ټاکل شوي چې د ۱۴م پړاو ای پي ایل ځنډول شوي سیالۍ به راتلوونکي سپټمبر میاشت کې د اماراتو په کوربتوب ترسره شي.