د پاکستان سوپر لیګ او پکي لوبیدونکي افغان لوبغاړي.
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او اوس بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې.
د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.
ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیساحمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.
د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.
اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرتالله ځاځی، نجیبالله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلامخېل، رحمنالله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.
۱ـ کراچي کینګز لوبډله کې نجیبالله ځدران او نوراحمدلکڼوال لوبیږي.
۲ـ پېښور زلمي لوبډله کې وقار سلامخېل، او حضرتالله ځاځی لوبیږي.
۳ـ ملتان سلطانز لوبډله کې رحمنالله ګربز لوبیږي.
۴ـ لاهور قلندرز لوبډله کې راشدخان ارمان لوبیږي.
۵ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې ظاهرخان پکتین لوبیږي.