د پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز او انګلستان سفر لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړه. | خبریال

د پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز او انګلستان سفر لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز او انګلستان سفر لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ نن د انګلستان او ويسټ انډيز سفر لپاره په درې واړو فارمټونو کې د ملي لوبډلې نوملړونه اعلان کړل، چې ځينې سينير لوبغاړي پکې بيرته د لوبډلې برخه جوړ شوي.

په پام کې ده د پاکستان کرکټ ملي لوبډله ابوظبۍ کې د شپږم پړاو پي ايل ليګ وروسته مستقيماً انګلستان ته سفر وکړي چې هلته به د کوربه انګلستان سره د جولای مياشتې له ۸ نيټې څخه تر ۲۰ مې نيټې پورې د درې يوورځنيو او درې شل اوریزو لوبو سيريزونه ترسره کړي.

د يادو لوبو د ترسره کيدو وروسته به د پاکستان د شل اوريزو او ټيسټ لوبډلې لوبغاړي د کربين په لور وخوځيږي او هلته به د کوربه ويسټ انډيز ملي لوبډلې په وړاندې د دوه ټيسټ لوبو ترڅنګ شل اوريز نړيوال جام ته د چمتوالي په موخه پنځه شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي.

په اعلان شويو نوملړونو کې مېډل ارډر بيټسمين هارس سهيل د څه وخت ارم کولو وروسته بيرته په يوورځني فارمټ کې د لوبډلې برخه جوړ شوى، خو عماد وسيم بيا د شل اوريز فارمټ لوبډله کې ځاى پيدا کړى او د ډيرې مودې وروسته لوبډلې ته راستون شوى.

چټکو بالرانو کې محمد عباس او نسيم شاه بيرته د ټيسټ لوبډلې برخه شوي.

بلخوا په پي ايس ايل ليګ کې د کويټه ګليډيټرز لوبډلې پالوان لوبغاړى اعظم خان چې په غټو شاټونونو مشهور دى په لومړي ځل د پاکستان لوبډلې سره سفر کوي او د شل اوريز سکواډ برخه دى.

شل اوريزه نوملړ

بابر اعظم، شاداب خان، ارشاد اقبال، اعظم خان، فهيم اشرف، فخر زمان، حيدر علي، حارث روف، حسن علي، محمد حفيظ، عماد وسيم، محمد حسنين، رضوان، نواز، وسيم جونير، سرفراز احمد، شاهين شاه افريدي، شرجيل خان او قادر.

د يوورځنيو نوملړ

بابر اعظم، شاداب خان، عبدالله، فهيم اشرف، فخر زمان، حيدرد علي، حارث روف، حارث سهيل، حسن علي، امام الحق، رضوان، حسنين، محمد نواز، سلمان علي، سرفراز، شکيل، شاهين شاه او عثمان قادر.

ټيسټ نوملړ

بابر اعظم، رضوان، عبدالله، عابد علي، اظهر علي، فهيم اشرف، فواد عالم، حارث روف، حسن علي، عمران بټ، عباس، نسيم شاه، نعمان علي، محمد نواز، ساجد خان، سرفراز، شکيل، شاهين شاه افريدي، شهنواز، ياسرشاه او ذاهد محمود.

د بابر اعظم تر مشرۍ لاندې به پاکستانۍ لوبډله انګلستان کې د لنډ فارمټ لوبو کولو وروسته د جون مياشتې په ۲۱ نيټه ويسټ انډيز ته روانه شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ