د ایرلینډ او نیدرلینډ ترمنځ روانه لوبلړي نوره هم جالبه شوه.
کریکبال وېبپاڼه / د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې او نیدرلينډ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د دریو یوورځینو لوبو لوبلړي په لاره اچول شوي وه.
د ایرلینډ او نیدر لینډ ترمنځ د دریو یو ورځینیو سیالیو دوهمه لوبه ایرلینډ لوبډلې په خپل نوم کړه او د لومړۍ سیالۍ غچ يې واخیست.
په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د نیدرلینډ لوبډلې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې په ۴۸،۲ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۵۸ منډو کوچنی هدف په مخ کې کېښود.
د نیدرلینډ لپاره میکس د پنځه څلوریزو پر مټ ۳۶ تر ټولو زیاتې منډې تر لاسه کړې.
د ایرلینډ له لوري مکارټي، مکبرین ۱-۱ کریک یک او جوش لیټلې ۴-۴ لوبغاړي له مخې پورته کړل.
په دوهم اننګز کې ایرلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۳ اور کې د دوو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او سیالې لوبډلې ته يې د اتو ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د ایرلینډ لپاره په توپ وهنه کې پال سټرلینګ ۵۲ ، هري ټیکټر ۳۰ او لوبډلمشر بلبیرني ۶۳ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.
یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو تر منځ سیریز ۱-۱ مساوي روان دی، وروستۍ او برخلیک ټاکونکي سیالۍ يې د همدې جون میاشتې په اوومه نېټه تر سره کیږي