پاکستان سوپر لیګ | خبریال

پاکستان سوپر لیګ

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ يا PSL لیګ سیالي څو ورځې نورې وځنډول شوې، خو دقیقه نېټه یې هم اعلان شوه.

د پاکستان سوپر لیګ يا PSL د شپږم پړاو پاتې سیالیو د ترسره کېدو نېټه یو ځل بیا وځنډول شوه او اوس به د جون د میاشتي په نهمه په ابوظهبي کې پیل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د PSL پاتې سیالۍ به د جون په ۹مه نېټه پیل شي او پایلوبه به د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي. همدا راز ویل کېږي چې هندي تخنیکي کسانو ته هم پي ایس ایل کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د PSL سیالیو نېټه دقیقه کړې ده، چې ۶ ورځې به دوه دوه لوبې هم ترسره شي.

دا سیالۍ به د پاکستان په وخت ۹ بجې او د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي، همدا راز په کومه ورځ چې دوه لوبې وي، نو په هغه ورځ به لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۵:۳۰ او دویمه بیا د شپې ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي.

د یادولو وړ ده چې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې د پاکستان PSL پاتې سیالۍ به د جون په ۵مه نېټه پیلوي، خو د لوبغاړو او ځینو تخنيکي کسانو په وخت ابوظهبي ته نه رسېدو له امله دا سیالۍ اوس د جون په ۹مه نېټه پیلېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ