فضلي: په شپږیزه لیګ کې به پیاوړي لوبډله ولرم.
کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ بورډ پخوانی مشر به په شپږيزه کې خپله لوبډله ولري
د کرکټ بورډ پخوانی مشر عزيزالله فضلي وايي، چې په راتلونکي شپږيزه ليګ کې د ځوانو لوبغاړو د ملاتړ په پار لوبډله پېري.
عزيزالله فضلي پخپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې په راتلونکي پړاو شپږيزه ليګ کې به د نويو ستورو د څرګندولو او کورني کرکټ د ودې لپاره يوه لوبډله اخلم.
فضلي زياته کړې ده، چې په لوبډله کې به يې تر ډېره هغه ځوان لوبغاړي وي، چې مسحق وي او وړتيا ولري؛ خو تر اوسه ورته فرصت نه وي ورکړل شوی.
عزيز الله فضلي د کرکټ بورډ تر فرهان یوسفزي وړاندې د کرکټ بورډ مشر وو، چې د مشرۍ پر مهال يې نړيوال جام ترسره شو او لوبډلمشر اصغر افغان يې هم په دې بهانه چې د نويو لوبغاړو د راتګ مخه يې نيولې له لوبډلمشرۍ لرې کړی وو.
د نوموي د مشرۍ پر مهال ګلبدين نايب د لوبډلې مشر وټاکل شو، چې د محمدنبي او راشد خان په ګډون د ځينو ملي لوبډغاړو غبرګونونو کرکټ بورډ ته سخت ګواښونه متوجه کړل.
فضلي د همدغو لوبغاړو او مينه والو د غبرګون په پايله کې، جمهور رئيس غني له لورې له مشرۍ لرې کړل شو.
نوموړی اوس د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار دی، چې کله کله د کرکټ د راتلونکي په اړه وړاندوينې او تبصرې کوي.
څه موده وړاندې يې له خپلې فيسبوک پاڼې د لوبډلې په رهبرۍ کې د احتمالي بدلونونو خبر خپور کړ، چې وروسته اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای حشمت الله شهيدي د ملي لوبډلې د يو ورځنيو او ټیسټ سياليو لوبډلمشر وټاکل شو.
ده د شل اوريزه سياليو د لوبډلمشرۍ په اړه هم ليکلي، چې ښايي د نجيب الله ځدران او نوين الحق څخه يو تن د ملي لوبډلې د شل اوريزه سياليو لوبډلمشر وټاکل شي.
کرکټ بورډ د ډرافټ مراسمو او د بهرنيو لوبغاړو د ګډون په اړه تر اوسه څه ندي ويل؛ خو په شپږيزه ليګ کې د ګډون لپاره يې لوبغاړو ته شراېط اعلان کړي او هم يې نوم ليکنه روانه ده.
د يادونې وړ ده، چې د شپږيزه ليګ سياليو اتم پړاو دی چې ترسره کېږي، خو د افغانستان سوداګريز ليګ دوهم پړاو برخليک لا هم ندی معلوم.