پاکستاني کرکټر اعظم خان په حيرانوونکي توګه ملي لوبډلې ته ځان ورسوه. | خبریال

پاکستاني کرکټر اعظم خان په حيرانوونکي توګه ملي لوبډلې ته ځان ورسوه.

کریکبال وېبپاڼه / د یو پاکستاني کرکټر د سختو او حيرانوونکو خواریو پایله

د پاکستان داخلي یا کورني کرکټ ترټولو زیات وزن لرونکي لوبغاړي د یو کال په موده کې نږدې دېرش کيلو وزن کم کړی او ملي لوبډله کې يې ځای خپل کړ.

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د ويسټ وينډيز پر وړاندې شل اوريزه سياليو لپاره لوبډله کې يو داسې لوبغاړي ته هم ځای ورکړی دی، چې تېر يو کال کې يې خپل دېرس کليو وزن يې کم کړی.

اعظم خان چې په پاکستان سوپرليګ د کويټې لوبډلې لوبغاړی وو، چې تازه په ملي لوبډله کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

خان ليکلي، چې کله مې په لوبډله کې د غړيتوب خبر واورېد له سترګو مې اوښکې راغلې او يوه لويه هيله مې پوره شوه.

اعظم خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي معين خان زوی دی.

هغه به نه يوازې د ويسټ انډيز پر وړاندې بلکې د انګلستان پر وړانې هم په شل اوريزه سياليو کې هم د لوبډلې برخه وي.
نوموړی اوس په پاکستان سوپر ليګ سياليو کې یا PSL د کويټې لوبډلې سره د ختموونکي ( فينيشر) دنده ترسره کوي، چې په ترسره کړو نهو سياليو کې يې له ۱۳۰ څخه په لوړ سټرايک رېټ يې ۱۵۰ منډې کړي دي.
۲۲ کلن اعظم خان مخکې ۱۳۰ کليو ګرامه وزن درلود.
که څه هم د نوموړي تېزه توپ وهنه ډېره د پاملرنې وړ ده، خو په ملي لوبډله کې د ځای پيدا کولو لپاره فزيکي جوړښت هم خورا مهم دی.

افغان لوبغاړی محمد شهزاد محمدي هم د غوره کرکټ سره ـ سره ډېر کله د ناسم فزيک درلودو له کبله له لوبډلې کېنول کېږي.

محمد شهزاد محمدي بيا د مينه والو او انتخاب ډلګۍ د دغې نيوکې په ځواب کې وايي، چې له ده څخه بايد يوازې ښه کرکټ وغوښتل شي نه فيټنیس.

د يادونې وړ ده، چې کرکټ د ورزش په دنيا کې د تخنيک، زور او چل يوه مشترکه ګروپي لوبه ده، چې محدود کسان د يو هېواد د ملي لوبډلې برخه ګرځېدای شي.
که لوبغاړي په هره برخه کې ځان ته توجو ونکړي او يا هم سستي وکړي، ښايي ځای يې بل لوبغاړی ونيسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ