ګربز د پاکستان سوپر لیګ کې په لوبیدو خوښي څرکنده کړي
کریکبال وېبپاڼه / ګربز: ډیر خوشحاله یم چې د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږم
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی رحمان الله ګربز وایي، چې د سږکال لپاره د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې پر لوبیدو ډیر خوشحاله دی.
رحمان الله ګربز بي بي سي ته په یوې استول شوې ویډیو کې د پاکستان سوپر لیګ په اړه غږیدلی دی او ویلي دي خوشحاله دی چې په دې لیګ ګې د ملتان سلطان لوبډلې لپاره لوبیږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز په دغې ویډیوي پیغام کې وویل” ډیر د خوشحالۍ احساس کوم، ډیر خوشحاله یم چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لوبېږم، کوشش او مهنت به مې داوي چې ښې لوبې ترسره کړم، څو د ملتان سلطان لوبډلې او د کرکټ ټولو مینه والو ته خوشحالي ورکړم””
رحمان الله ګربز دا مهال په متحده عربي اماراتو کې دی چې د لیګ د پیلیدو وړاندې یې د قرنطین دوره هم پای ته ورسوله او اوس یې د دغو سیالیو لپاره خپل بشپړ چمتو والی پیل کړی دی.
رحمان الله ګربز وروسته له هاغې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو ته غوره شو کله چې د ملتان سلطان لوبډلې ځیني مهمو لوبغاړو د دې لوبډلې سره تړون ونه کړ.
رحمان الله ګربز وروسته له هاغې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو ته غوره شو کله چې د ملتان سلطان لوبډلې ځیني مهمو لوبغاړو د دې لوبډلې سره تړون ونه کړ.
د رحمان الله ګربز ترڅنګ نورو لوبډلو هم د دوهم ځل لپاره د لیګ د پاتو شلو سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو د بدیل په توګه نور افغان لوبغاړي هم واخیستل .
د پاکستان سوپر لیګ په پاتې لوبو کې به د محمدنبي او مجیب الرحمان پرته ظاهرخان، وقار سلام خیل، نجیب الله ځدراڼ، رحمان ګربز، حضرت الله ځاځي راشداو نور احمد لکڼوال ولوبیږي.
د یادوله ده چې د پاکستان سوپر لیګ ( پي ایس ایل) تجارتي لوبې څه موده وړاندې په لاهور او کراچۍ کې پیل شوې وې،خو د کرونا وبا له کبله هغه مهال په نیمایي کې وځنډیدلې چې اوس به د بیا ځل لپاره د جون پر نهمه نېټه پیل او پر ۲۴مه نېټه بشپړ شي.