نړیوال جام شاید هند کې ترسره نشي | خبریال

نړیوال جام شاید هند کې ترسره نشي

کریکبال وېبپاڼه / د نړيوال جام کوربه توب ښايي هند په عمان او اماراتو کې وکړي

د هند کرکټ کنټرول ادارې په متحده عربي اماراتو کې د عمان کرکټ بورډ له ادارې سره د جون په لومړۍ نېټه په یوه ګډه ناسته کې د نړي،ال په اړه خبرې کړي دي.
که څه هم لا تر اوسه پدې اړه پرېکړه نده شوې، خو هند کرکټ کنټرول اداره پدې لټه کې ده، چې د راتلونکي نړي،ال شل اوريز جام کوربه توب په يو خوندي ځای کې وکړي.

ټاکل شوې وه، چې ياد جام په هند کې د هند په کوربه توب ترسره شي، خو د کرونا وبا چټکې خپرېدو له کبله ښايي لوبې هلته ترسره نشي.

متحده عربي امارت د هند لپاره تر نظر لاندې لومړۍ سيمه ده، چې درې لوبغالي پکې د نړيوالو سياليو لپاره چمتو دي.

د ابو دوبۍ لوبغالی، شارجې لوبغالی او د شيخ زايد ککرټ نړيوال لوبغالی د اماراتو درې نړيوال کرکټ لوبغالي دي، چې ښايي نړيوال جام پرې ترسره شي.
بل لور ته د عمان په پلازمېنه کې هم دوه لوبغالي د نړيوالو سياليو د ترسره کولو جواز لري او هند کرکټ بورډ له اماراتو سره په شريکه په دواړو هېوادونو کې د نړيوال جام د کروبه توب په لټه کې دی.

ابو دوبۍ لوبغالی، شارجې لوبغالی او د شيخ زايد ککرټ نړيوال لوبغالی د اماراتو درې نړيوال کرکټ لوبغالي دي، چې ښايي نړيوال جام پرې ترسره شي.
افغانستان او زيمبابوې ترمينځ د وروستۍ سيالۍ لپاره هم د عمان کرکټ اکاډومۍ لوبغالی انتخاب شوی وو، خو د د زيمبابوې لوبغاړو د غوښتنې پر اساس هغلته سيالۍ ترسره نشوې.

د شل اوريز نړيوال جام په لومړي پړاو کې به اته لوبډلې د د سوپر دوولس لوبډلو ته لارموندنې په موخه سيالۍ ترسره کړي، چې دغه اته لوبډلې ( بنګله دېش، سريلانکا، ايرلينډ، نيدرلينډ، پاپوا نيو ګېني، نميبيا، عمان او سکاټلينډ) دي.

يادې سيالۍ به د اکتوبر له اتلسمې نېټې څخه د همدې مياشتې تر ۲۳مې نېټې پورې ترسره شي، خو سوپر ۱۲ پړاو سيالۍ بيا د همدې مياشتې په ۲۴مه نېټه پیليږي.
افغانستان، استراليا، هند، پاکستان، انګلستان، نيوزيلنډ، ويسټ انډيز او سويلي افريقا لا له وړاندې سوپر دوولس پړاو سياليو ته لارموندنه کړې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ