شهزاد یواځیني افغان لوبغاړي دي چي په یورځینو لوبو کې يي ډیري سلیزي ترلاسه کړي
کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چي د شل اوریزو لوبو سربیره یورځیني او ټیسټ لوبي يي هم ترسره کړي دي.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یوورځینو لوبو کې يي ډیري سلیزي جوړي کړي وي.
لومړي: محمد شهزاد محمدي په لومړي مقام کې شتون لري.محمد شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٩ کاله پوري ٨٤ یوورځیني لوبي ترسره کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ٢٧٢٧ منډې هم جوړي کړي دي. نوموړي د ١٤ نیمه سلیزو په ګډون يي ٦ سلیزي يي هم جوړي کړي دي. او په یوه لوبه کې اوچت سکور يي ١٣١ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کول دي.
دوهم: رحمت شاه زرمتي چي په دوهم مقام کې شتون لري.رحمت شاه زرمتي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠٢١ کاله پوري ٧٦ یوورځیني لوبي ترسره کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ٢٤٦٧منډې يي هم جوړي کړي دي. نوموړي د ١٦ نیمه سلیزو په ګډون يي ٥ سلیزي يي هم جوړي کړي دي. او په یوه لوبه کې اوچت یا لوړ سکور يي ١١٤ منډې ترلاسه کول دي.
دریم: نوروز منګل چي په دریم مقام کې شتون لري.نوروز منګل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پوري ٤٩ یوورځیني لوبي ترسره کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ١١٣٩منډې هم جوړي کړي دي. نوموړي د ٤نیمه سلیزو په ګډون يي ٢ سلیزي يي هم جوړي کړي دي. همدارنګه په یادو لوبو کې يي لوړ سکور يي ١٢٩ دي.
څلورم: کریم خان صادق چي په څلورم مقام کې شتون لري.کریم خان صادق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پوري ٢٤ یوورځیني لوبي ترسره کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ٤٧٥ منډې هم جوړي کړي دي. نوموړي کومه نیمه سلیزه لري خو ٢ سلیزي يي جوړي کړي دي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ١١٤ دي.
دا هغه لوبغاړي دي کوم چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یوورځینو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډیري سلیزي ترلاسه کړي وي.