نجیب الله ځدران: وسیم اکرم مي توپ وهنه خوښوي | خبریال

نجیب الله ځدران: وسیم اکرم مي توپ وهنه خوښوي

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړى چپ لاسى بيټسمين نجيب الله ځدران چې دا وخت ابوظبۍ کې دى او د پاکستان سوپرليګ شپږم پړاو پاتې لوبو لپاره د بابر اعظم په کپتانۍ کې له کراچي ګينګز لوبډلې سره يوځاى شوى.
نجيب ځدران د پاکستان يو خصوصي ټلويزوني چينل ARY News سره په مرکه کې ويلي چې ډير زيات خوښ دى چې د بابر اعظم، عماد وسيم او مارټن ګپټل سره يوه لوبډله کې لوبيږي.

نجيب ځدران وايي ” زه ډير زيات خوښ يم چې د لومړي ځل لپاره PSL کې لوبيږم، بابر اعظم مې خوښيږي او زه يې له ډيرې مودې راپدېخوا تعقيبوم، اوس زما لپاره ښه چانس دى ترڅو د هغه له تجروبو ګټه واخلم او څه ور څخه زده کړم”.
اته وېشت کلن نجيب ځدران زياتوي چې لومړى الراونډر شاهد افريدي و چې په پاکستان او افغانستان کې يې ډير مينه وال لرل، خو اوس بابر اعظم دى چې خلک يې ډير خوښوي او تعقيبوي.

نجيب الله ځدران دا هم ويلي چې د کراچۍ کينګز لوبډلې روزونکى وسيم اکرم د هغه بيټينګ ډير زيات خوښوي.
نجيب وايي ” د وسيم اکرم د روزنې لاندې مې دوه کاله د ليګ کرکټ کړى هغه راسره هر وخت خپلې تجربې شريكوي او تشويقوي مې، او د وسيم اکرم او هرشل ګيبز د روزنې لاندې به مونږ دا ځل هم هڅه کوو چې د اتلولۍ څخه دفاع وکړو”.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ همدا تيره اونۍ د ډيرو زياتو هلو ځلو وروسته ځنډول شويو د پي ايس ايل ليګ شپږم پړاو پاتې شلو لوبو لپاره مهال ويش اعلان کړ چې له مخې به يې يادې سيالۍ درې ورځې وروسته يعنې د جون پر نهمه نيټه پيل شي او د همدې روانې مياشتې تر ۲۴ نيټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ