کرونا ویروس یو بل لیګ هم وځنډه وه. | خبریال

کرونا ویروس یو بل لیګ هم وځنډه وه.

کریکبال وېبپاڼه / ټاکل شوې وه، د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د راتلونکي جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېد.

د سریلانکا کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، لا هم په سریلانکا کې د کورونا وبا له امله عادي حالت نه دی او اړ یو، ترڅو د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو سیالۍ وځنډوو.

دا لوبې خپله په سریلانکا کې کېدې، خو اوس هلته کورونا وبا د پراخېدو په حال کې ده، نو ممکن ددې سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته په سیپټمبر میاشت کې ورکړل شي.

د سریلانکا هیواد د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو هم د کورونا وبا له امله له ځنډ سره مخ شوی و، خو وروسته د تېر ۲۰۲۰م کال د نوومبر میاشتې له ۱۶مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر ۱۶مي نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د ګډونوالو پنځو لوبډلو له ډلې «جفنا» اتلولۍ ته ځان ورساوه.

په دې لیګ کې تېر کال ۷ افغان لوبغاړي کریم‌خان صادق، نوین‌الحق، رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، سمیع‌الله شینواری او افتال عالم اخیستل شوي وه، خو یو شمېر یې ولوبېدل او یو شمېر افغان لوبغاړو ته یې بیا چانس ورنه کړ.

۱ـ کریم خان صادق او قیس احمد کولمبو لوبډلې پیرلي وه.

٢ـ نوین‌الحق کینډي ټسکرز لوبډلې پیرلي و.

٣ـ رحمن‌الله ګربز: کینډي ټسکرز لوبډلې پیرلي و.

٤ـ حضرت‌الله ځاځیګالي ګلډیټرز لوبډلې پیرلي و.

٥ـ سمیع‌الله شینواری ډمبولا وایکنګز لوبډلې پیرلي و.

٦ـ افتاب عالم ډمبولا وایکنګز لوبډلې پیرلي و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ