اولي روبینسن د نیوزیلنډ پر وړاندي د ښه توپ اچوني وروسته د نړیوالو لوبو کینول شوي
کریکبال وېبپاڼه /
د انګلينډ کرکټ بورډ د کوربه انګلینډ او نيوزيلينډ ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه کې خپل ښه ځليدلی فاسټ بالر اولی روبېنسن په موقتي ډول له نړيوال کرکټ کولو څخه بند کړ.
ياد کرکټ بورډ وايي چې روبېنسن به نن د انګلينډ لوبډلې څخه جلا شي، له نيوزيلينډ سره به دوهم ټيسټ کې ګډون ونه کړي او کاونټي لوبو ته به ور وګرځي.
د انګلستان مخکښ لوبغاړی په ۸ کاله پخواني ټویټ له هر ډول نړیوالو سیالیو څخه راوګرځول شو
د انګلستان چټک توپ اچونکی اولي روبینسن چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په روانو سیالیو کې هم لوبېده، د خپل یو ۸ کاله پخواني ټویټ له امله له نړیوالو سیالیو څخه کېنول شوی دی.
هغه چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ولوبېده، تر نورو توپ اچونکو ښه وځلېده، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۴ او په دویمه پاڼۍ کې يې ۳ ویکټې واخیستې.
خو د هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو یو ټویټ چې د مسلمانانو پر ضد یې کړی و، یو ځل بیا رابرسېره شو، چې له امله یې نوموړی له نړیوالو سیالیو څخه راوګرځول شو.
د انګلستان کرکټ بورډ وايي، چې نوموړی به له سکواډ څخه لیرې کړي او د نیوزیلېنډ پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې به هغه برخه وانخلي.
اولي روبینسن په دې پخواني ټویټ هغه وخت هم بخښنه غوښتې وه، د انګلستان کرکټ بورډ هغه وخت هم ویلي و، چې دوی به د داسې شیانو پر وړاندې غلي پاتې نه شي، اوس یو ځل بیا د نوموړي د یاد ټویټ له امله هغه له نړیوالو سیالیو کېنول شو او ښايي ډېر ژر د هغه د دې ټویټ په تړاو کومه پرېکړه هم اعلان شي.
روبینسن په دې پخواني ټویټ هغه وخت هم بخښنه غوښتې وه، د انګلستان کرکټ بورډ هغه وخت هم ویلي و، چې دوی به د داسې شیانو پر وړاندې غلي پاتې نه شي، اوس یو ځل بیا د نوموړي د یاد ټویټ له امله هغه له نړیوالو سیالیو کېنول شو او ښايي ډېر ژر د هغه د دې ټویټ په تړاو کومه پرېکړه هم اعلان شي.
روبېنسن د نيوزيلينډ او انګلينډ ترمنځ لوبه کې چې مساوي پای ته ورسیده د انګلينډۍ لوبډلې تر ټولو بريالی بالر ؤ او د لوبې دواړو اننګونو کې یې اوه ويکټې واخيستې.