رحمن الله ګربز تل هڅه کوم ښه لوبه ترسره کړم | خبریال

رحمن الله ګربز تل هڅه کوم ښه لوبه ترسره کړم

کریکبال وېبپاڼه / رحمان الله ګربز چې اوسمهال په دوبۍ کې دی او د پي‌اېس‌اېل سیالیو پیل ته سترګې پر لار دی، په یوې مرکه کې یې ویلي دي، چې د خپلې لوبډلې لپاره پر بالرانو له لومړي سره برید کوم او ستر شاټونه وهم.

هغه د ملتان سلطان لوبډلې سره یوځای شوی دی او په پاتې پاکستان سوپر لیګ لوبو کې به راڅرګند شي.

هغه په مرکه کې زیاته کړې، چې راشدخان چې په پي‌اېس‌اېل کې لوبېده، نو زما هم ډېر ارمان و او خورا لېواله وم، چې دې لوبوکې ولوبېږم.

له نېکه‌مرغه اوس دې لیګ کې یم او چې راشدخان چې د افغانستان یو مشهور، با تجربه او با استعداده لوبغاړی دی، ډېر څه به ترې زده کړم.

د نوموړي په وېنا د پاکستان سوپر لیګ هم د نړۍ په کچه یو ستر لیګ دی او په دې لیګ کې لوبېدل زما کرکټ لا پخوي.

ګربز زیاته کړې چې په پي‌اېس‌اېل کې د راشدخان، بابراعظم او د نړۍ نور پیاوړي او ستر لوبغاړي لوبېږي، چې ډېر څه به ترې زده کړم.

دغه افغان کرکټ ستوري د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې په جال یا نېټ کې یې د تمرین پرمهال ستر شاټونه ووهل او شپږیزې یې جوړې کړې، څه اراده لرې؟

ګربز یې په ځواب کې وویل، چې هڅه یې همدا ده ترڅو د لوبډلې په ګټه برید کوونکې لوبه وکړي او ستر شاټونه ولوبوي.

هغه به ښایي د ملتان سلطان په لوبډله کې د اوپنر رول ولوبوي.

د پي اېس اېل پاتې لوبې د جون په نهمه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې پیلیږي، لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ پنځلسمه لوبه کوي.

د رحمان الله ګربز دې لوبه د پنجشنبې په ماښام پنځه نیمې بجې له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره ده.

کې لوبېده، نو زما هم ډېر ارمان و او خورا لېواله وم، چې دې لوبوکې ولوبېږم.

له نېکه‌مرغه اوس دې لیګ کې یم او چې راشدخان چې د افغانستان یو مشهور، با تجربه او با استعداده لوبغاړی دی، ډېر څه به ترې زده کړم.

د نوموړي په وېنا د پاکستان سوپر لیګ هم د نړۍ په کچه یو ستر لیګ دی او په دې لیګ کې لوبېدل زما کرکټ لا پخوي.

ګربز زیاته کړې چې په پي‌اېس‌اېل کې د راشدخان، بابراعظم او د نړۍ نور پیاوړي او ستر لوبغاړي لوبېږي، چې ډېر څه به ترې زده کړم.

دغه افغان کرکټ ستوري د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې په جال یا نېټ کې یې د تمرین پرمهال ستر شاټونه ووهل او شپږیزې یې جوړې کړې، څه اراده لرې؟

ګربز یې په ځواب کې وویل، چې هڅه یې همدا ده ترڅو د لوبډلې په ګټه برید کوونکې لوبه وکړي او ستر شاټونه ولوبوي.

هغه به ښایي د ملتان سلطان په لوبډله کې د اوپنر رول ولوبوي.

یاد لیګ د جون په ۲۴ مه پای مومي او کراچۍ کېنګز لوبډله به یو ځل بیا له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ